بایډن: د تهاجمي وسلو خشونت نور بس دی، کانګرس دې اقدام وکړي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ماښام جون دویمه (غبرګولي ۱۲) له کانګرس څخه وغوښتل چې تهاجمي وسلې بندې کړې، د [وسله اخیستونکو] د سابقې په اړه دې پلټنې زیاتې او د ډله ایزې وژنې د ستونزو حل لپاره دې ټول معقول اقدامات ترسره کړي.

د ښاغلي بایډن تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د ویسکانسن په ایالت کې په یو وسله وال برید کې د چارواکو په وینا یو شمېر کسان ژوبل شول او تېره ورځ په یو بل وسله وال برید کې په اوکلاهاما کې څلور تنه ووژل شول.

تر دې مخکې د تکساز او نیویارک په ایالتونو کې هم په وسله والو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول او ژوبل شول.

د ښاغلي بایډن وینا د سپینې ماڼۍ په ټولنیزو شبکو او یو شمېر امریکايي چاینلونو کې ژوندۍ خپرېدله. هغه وویل: « د خدای په خاطر، نور د څومره قتل عامل منلو ته تیار شو» چې د وسلو لرلو په قانون کې تغیرات راشي.

ښاغلي بایډن، چې د دموکرات ګوند غړی دی، په امریکا کې د وسلو د کنترول په اړه داسې غوښتنې وکړې چې په تاریخي لحاظ یې جمهوریت غوښتونکي مخالف دي. ولسمشر بایډن وویل چې د ناروغیو او ترافیکي پېښو په پرتله په وسله والو بریدونو کې ډېر امریکایان او په خاص ډول ماشومان وژل شوي دي.‌

هغه زیاته کړه که نور اقدامات ممکن نه وي، د وسلو اخیستونکو سن دې ۲۱ کاله وټاکل شي چې ۱۸ کلن ځوانان ونشي کولای وسلې واخلي.

امریکايي قانون جوړوونکي هلې ځلې کوي هغه اقدمات وارزوي چې په اساس یې د وسلو اخیستونکو د سوابقو په اړه باید ډېر تحقیق وشي او داسې قانون تصویب شي چې امنیتي مقامات وکولای شي په رواني ناروغیو د اخته کسانو څخه وسلې واخلي او ضبط یې کړي.

خو جمهوریت غوښتونکي استازي د دغو هلو ځلو مخالفت کوي او په خاص ډول د امریکا په سنا کې د تهاجمي وسلو د مخنیوي د هلو ځلو مخالفت موجود دی. بیا هم ولسمشر بایډن له کانګرس څه وغوښتل چې اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې په تېرو لسو کلونو په ښوونځیو او نوروعامو ځایونو کې له وسله والو بریدونو وروسته هېڅ اقدمات نه دي شوي خو په خبره یې دا ځل باید وشي.

د دغو هلو ځلو پلویانو له ولسمشر بایډن څخه غوښتي چې په دې اړه په خپله لاس په کار شي خو ښاغلی بایډن غواړي چې کانګرس اقدام وکړي، ځکه چې د لسمشر د فرمان پرتله د کانګرس پرېکړه اغیزناکه او پایداره وي.

ښاغلي بایډن وویل که په سنا کې د جمهوریت غوښتونکو لس غړي دا طرحه ومني، قانون به تصویب شي. د امریکا د متحدو ایالتونو سنا ۱۰۰ څوکۍ لري چې د دواړو ګوندونو ترمنځ ۵۰-۵۰ وېشل شوي، په سنا کې چې هر قانون تصویب کېږي باید ۶۰ غړي یې تائید کړي.

ولسمشربایډن څو ورځې مخکې هم د وسله والو بریدونو د قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل: «زه رنځېدلی او ستړی یم. موږ باید اقدام وکړو». هغه له امریکایانو څخه وغوښتل چې د وسلو د لابي او کمپاین په ضد ودریږي. په امریکا کې د قانون په اساس، هر واجد شرایط فرد کولای شي چې د ځان د دفاع لپاره وسله واخلي او وساتي. خو د دغه قانون مخالفین وايي همدغه کار د وسله والو بریدونو لوی عامل دی.

د وسله وال خشونت د ارشیف د ویبسایټ د معلوماتو په اساس، د ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه نیولې د مۍ تر ۱۴ پورې په متحدو ایالتونو کې ۲۱۲ وسله وال بریدونه او پېښې ثبت شوي دي.

د دغه ارشیف معلومات ښيي چې په دغې مودې کې «۱۸۰۰۰ کسان د وسلو اړوندو خشونتونو کې» وژل شوي چې ځانوژنې او غیر عمدي پېښې هم په کې شاملې دي.