د غزني په مقر ولسوالۍ کې د زراعتي کلینیک نشتوالی او د بزګرو ستونزې 

Your browser doesn’t support HTML5

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ یو شمیر کروندګر او باغداران پدغه ولسوالۍ کې د زراعتي کلینیک او متخصصنو له نشتون سره ټکوي او وايي، باغونه یې چې له ګڼو مرضونو سره مخ شي داسې څوک نه وي، چې مناسبې مشورې ورکړي.  

ددې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی د انګورو باغوان نجیب الله وايي، د دوی په ولسوالۍ کې د زراعتي افتونو د مخنیوي لپاره کلینک او یا زراعتي مشورتي څانګه نشته چې دوی ترې د خپلو باغونو په اړه مشورې واخلی.

هغه وویل دوی له ازاد بازار څخه ډول ډول دواګانې اخلي، خو نه پوهیږي چې دا دواګانې د دوی د باغونو لپاره مفیدې دي که مضرې.

نجیب الله وویل: " له حکومته دا غواړو چې دا زمونږ په ولسوالۍ کې یو زراعتي کلینیک پیدا شي او مسؤله کس پیدا شي چې دا دواګانې ښې دي او که ندي."

د نجیب الله په وینا، وچکالۍ هم د دوی باغونه ځپلي او کله چې د باغونو حاصلات ورسیږی، بله لویه ستونزه د بازارموندنې ده، ځکه ټول حاصلات په یو وخت بازار ته عرضه کیږی، نو باغدارانو ته پکې سمه ګته لاسته نه ورځې.

د نجیب الله په خبره اوس چې یې د بنګو کښت بند کړی، بیا د انګورو لپاره مناسب بازار نشته او له حکومته غواړي په دې برخه ګامونه واخلي.