په سوریه کې د ورک امریکايي خبریال کورنۍ د هغه په تمه ده

ډېبرا ټایس د خپل ژورنالست زوی تصویر نیولی چې دا لس کاله کیږي په سوریه کې ورک دی.

لس کاله کیږي چې امریکايي خبریال اسټین ټایس په سوریه کې ورک شوی او کورنۍ یې د هغه د لټون او کور ته راستنولو هڅه کوي.

د اسټین کورنۍ او د امریکا حکومت فکر کوي چې هغه په سوریه کې نیول شوی دی. د اسټین مور، ډېبرا ټایس وايي د ژوند هره شېبه د هغه په یاد کې تېروي.

مېرمن ټایس وايي: "هر ځل له انتخاباتو وروسته لانجه وي. هر څه تغییر کوي. موږ اړ کیږو چې له نویو خلکو سره وګورو او دریځ یې ځان ته څرګند کړو. "

په واشنګټن کې د رسنیو د ملي مرکز غړي وايي چې اسټین ټایس یوازنی امریکايي ژورنالیست دی چې د خپلې دندې له آمله له امریکا د باندې نیول شوی دی. د دې مرکز غړي وايي په بهر کې حکومتونه ددې دپاره خبریالان نیسي چې هغوی غلي کړي.

د رسنیو د ملي مرکز رئیس بېل مېکارین وايي: "زیاتره حکومتونه ددې دپاره خبریالان برمته کوي چې هلته استدلال له مېنځه یوسي. دغه حکومتونه نه غواړي چې یو څه وشي. دغه حکومتونه غواړي دا حقیقت له خلکو هېر شي چې دوی خبریال نیولی او دا چې ولې یې نیولی."


د تیر اپریل په میاشت کې له روسیې سره د بندیانو په تبادله کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پخواني غړي ټریور رييډ آزادېدو د اسټین ټایس د خوشې کېدو په اړه امیدونه پیدا کړل. جمهور رئیس بایډن د اسټین له کورنۍ سره پخپله کتنه کې د رييډ د تبادلې موضوع یاده کړه. د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د اسټين د خوشې کولو دپاره ټولې ممکنې لارې چارې په نظر کې لري. د اسټين مور وايي بایډن ورته ویلي چې د اسټین راخوشې کولو ته ژمن دی.

هغه وايي: "څه چې جمهور رئیس راته وویل هڅوونکي دي. د نوموړي خبرې د یوې مور او پلار لپاره خوشالوونکي دي. خو هغه څه چې زما زوی ورته اړتېا لري، هغه عملي اقدام دی. "

په ورته وخت کې د اسټین مور د خپل زوی د راتلونکې په اړه امیدونه لري.

میرمن ټایس وايي: "اسټین چې کله کورته راشي، ډېر انتخابونه لري چې خپل د ژوند لاره معلومه کړي. هغه د ژوند د ۳۰ کلنۍ لس کاله چې مخصوصا د سړو د پاره مهم وخت دی، په بند کې تیر کړي دي."

په ۲۰۱۲ کال کې له ورکېدو تقریبا لس کاله وروسته، د اسټین ټایس کورنۍ او ملاتړي لا تر اوسه مبازه کوي چې هغه هېر نه کړل شي.