د زراعت په برخه کې د سرو زرو مډال ګټونکی افغان ځوان

Your browser doesn’t support HTML5

پیښور کې میشت افغان کډوال انيس الرحمان د پېښور پوهنتون د زراعت څانګې څخه فارغ شوی او په دغه برخه کې یې د سرو زرو مډال هم ګټلی دی خو له تېرو څلور کالو راهيسې د کار په لټه کې دی۔ ښاغلی انیس وايي په دې هیله ژوند کوي چې یوه ورځ به افغانستان کې زراعت عصري کړي او له دې لارې به هیواد ته خدمت وکړي.