سپینه ماڼۍ: روسي چارواکي د ایراني ډرون الوتکو د کتلو لپاره دوه ځله هغه هیواد ته تللي

د متحدو ایالتونو د ملي‌ امنیت سلاکار جک سولیوان د شنبې په ورځ جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۵) وویل، واشنګټن په دې باور دی چې روسي چارواکي په دې وروستیو کې د ایران د ډرون الوتکو د کتلو لپاره هغه هیواد ته سفر کړی دی.

ښاغلي سولیوان په یوې بیانیه کې ویلي چې یو روسي هئیت په دې وروستیو کې د ایران په یو هوایي ډګر کې د برید وړتیا لرونکو ډرون الوتکو له یو نندارتون څخه لیدنه کړېده. هغه زیاته کړې: «زموږ د معلوماتو له مخې، دا لومړی ځل دی چې یو روسي هئیت د دا ډول نندارتون د لیدو لپاره دې هوايي ډګر ته ورځي.»

د سپینې ماڼۍ بیانیه همدارنګه د جون د اتمې نیټې د سپوږمکۍ هغه تصاویر هم لري چې ښيي روسي هئیت له بې پیلوټه ایراني الوتکو څخه لیدنه کوي.

د امریکا د ملي امنیت شورا همدارنګه وایي چې د جولای په پنځمه نیټه هم ورته تجهیزات روسي هیئت ته ښودل شوي دي.

سپینې ماڼۍ د تیرې اوونۍ په لومړیو کې اعلان وکړ داسې معلومات لري چې ښيي روسیې له ایران څخه د جنګي ډرون الوتکو په ګډون په سلګونه بې پیلوټه الوتکي غوښتي څو د اوکراین په جګړه کې کار ورڅخه واخلي.

ښاغلي سولیوان وویل دا روښانه نده چې آیا ایران دغه الوتکې روسیې ته ورکړي که نه، خو هغه زیاته کړه امریکا داسې معلومات لري چې ښيي ایران روسي پوځيانو ته ددغو الوتکو د کاریدو د څرنګوالي په اړه چمتوالی ښکاره کوي.

هغه زیاته کړه: « زموږ معلومات ښيي چې د ایران حکومت په یو ګړندي زماني جدول کې د مسلح ډرونونو په ګډون د سل ګونه بې پیلوټه الوتکو په چمتو کولو بوخت دی.»

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د جمعې په ورځ جولای ۱۵ له خپل اوکرایني سیال دیمترو کولیبا سره په ټلفوني تماس کې د ښاغلي سولیوان څرګندونې رد کړې.

هغه د فلسطین نیولو شویو سیمو ته د بایډن د سفر سره په یو وخت دا ډول ادعاوي (( د خاصو سیاسي اعراضو او اهدافو لپاره وبللې.)) ایران له مخکې په منځني ختیځ کې خپلو متحدینو ته بې پیلوټه الوتکې "ډرون" ورکړي دي.

بلخوا د ایران د ګواښونو سره د مبارزې لپاره د عربو متحدینو د ملاتړ د خپلولو په هدف منځني ختیځ ته د جمهور رئیس بایډن د سفر سره په یو وخت، ایران د جولای په ۱۵ نیټه د سمندري ځواکونو د ډرون الوتکو لومړۍ قطعه افتتاح کړه.

سپینې ماڼۍ څو ورځې مخکې ویلي وو چې د ایران د تهدیداتو په وړاندې به د منځني ختیځ د هیوادونو د هوایي مدافع د سیستمونو په ګډون د یو ائتلاف د رامنځ ته کیدو په اړه بحث د ښاغلي بایډن د سفر یو مهمه اجندا وي.

ایران دغه طرحه د ځان په وړاندې تهدید وبلله او زیاته یې کړه چې د امریکا له خوا د سیمه ایزو ائتلافونو جوړیدل د سیمې امنیت نه تضمینوي.