راپور: د القاعدې ډلې مشر ژوندی دی او افغانستان کې یې فعالیت زیات شوی

ایمن الظواهري

ملګري ملتونه وايي چې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري ژوندی دی، په ازاد ډول له خپلو افرادو سره تماسونه نیسي او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د القاعده ډلې د مهمو متحدینو موجودیت زیات شوی دی.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ایمن الظواهري د دغې ډلې په ملاتړ پیغام هم خپور کړی و او راپورونه وايي چې د دغو پیغامونو له خپرېدو ښکاري چې هغه د ۲۰۲۲ کال تر فبرورۍ پورې هم ژوندی و.

د راپور په اساس، د القاعدې شبکه د طالبانو له مسلط کېدو وروسته یو ځل بیا نړۍ او لویدیځ ته د یو ګواښ په توګه بدله شوې ده او هڅه کوي چې د خپلې سیالې ډلې، داعش، څخه مخکښه وي.

د ملګرو ملتونو دا راپور، چې د غړو هېوادونو د استخباراتي ارزونو په اساس لیکل شوی دی، تېره ورځ د جولاۍ په ۱۹ (چنګاښ ۲۸) خپور شو. راپور وايي چې د القاعده ډله په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې پټنځایونه لري او غړي یې افغانستان ته ازاد تګ راتګ کوي.

راپور وايي: «القاعدې ته نړیواله زمینه برابره شوې ده او هوډ لري چې یو ځل بیا د نړۍ د جهادي ډلو د مشرې په توګه رادبره شي.»

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې راغلي دي چې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري دی او ورپسې دویم سیف العادل دی چې یو مهال د الظواهري د ځای ناستي په توګه پېژندل کېده. راپور وايي چې د عربو په جزیره کې یزید مبارک او په سومالیا کې د الشباب ډلې مشر احمد دیریه د القاعدې ډلې مشران دي.

ویل کېږي چې د القاعده شبکې لپاره افریقا ډېره مهمه ده او ممکن د الشباب ډله د القاعده ډلې مالي برخه په لاس کې واخلي. د ملګرو ملتونو د یو غړي هېواد استخباراتي ادارې د معلوماتو په اساس، په سومالیا کې د القاعده ملاتړې ډله د ۵۰ او ۱۰۰ میلیون ډالر ترمنځ عاید لري او غواړي دا عاید د القاعده د مشرتابه سره په مرستو ولګوي.

راپور وایي: «بیخي ښکاره خبره ده چې الظواهري له پامه غورځول شوی دی. القاعده اوس تر هغه وخت ډېر قوي سازمان دی چې الظواهري په لومړي ځل یې مشري ترلاسه کړه.»

څېړونکي په دې باور دي چې د ملګرو ملتونو دا راپور د ترهګرۍ په ضد د امریکا د متحدو ایالتونو تګلاره تر پوښتنې لاندې راولي.

د امریکن انټرپرایز د انستیتیوت غړې کترین زیمرمن امریکا غږ ته وویل: «ان ۲۰ کاله وروسته هم د القاعده ځیني لوړ پوړي عوامل ازاد او چمتو دي چې بېرته جهاد ته ور وګرځي.»

د ملګرو ملتونو راپور وايي چې القاعده نغواړي د افغان طالبانو حکومت ته ستونزه جوړه شي او له همدې کبله ترهګریزو بریدونو ته زړه نه ښه کوي.

یو بل کارپوه ګارتنستاین راس په دې اړه وویل: «د القاعدې لپاره په متحدو ایالتونو باندې برید هر څه دي. القاعده له تېرې یوې لسیزې راهېسې په سیمه کې ډېر فرصتونه په لاس کې لري، خو د بېلابېلو دلایلو له کبله یې، د سپتمبر د ۱۱ پېښې په څېر برید په لومړیتوب کې نه دی شامل کړی.»

تر د مخکې د امریکا د دفاع وزارت هم ګانګرس ته په خپل راپور کې ویلي وو چې افغان طالبان د نړیوال مشروعیت په لټه دي او له همدې کبله القاعدې په افغانستان کې خپل فعالیتونه محدود کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس د القاعده شبکه په افغانستان، سومالیا او چاد کې ډېر فعالیت لري.