د پیښور په چاپخانو د افغانستان د اوسني وضعیت ناوړه اغیز 

Your browser doesn’t support HTML5

د تېر اګست په میاشت کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په افغانستان کې د لوستلو کلتور او د کتاب صنعت ته په ځانګړې توګه سخت زیان رسیدلی دی. په پېښور کې د مطبوعاتو د چاپ يو شمېر ادارې په ژور اقتصادي بحران کې دي او يا تړل شوي دي. د پښتو کتابونو لوست کم شوی او د اردو کتابونو خرڅون ورځ تر بلې په وده کې دی