تایوان د امریکا او چین د ولسمشرانو په خبرو کې مهمه موضوع وه

د امریکا او چین ولسمشران

د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۸ ( زمری اوومه) د چین له ولسمشر شي جینپنګ سره په تیلیفون کې خبرې کړې او د خبرو مهمه موضوع یې تایوان و.

سپینه ماڼۍ وايي دا خبرې دوه ساعته او ۲۰ وې او ښاغلي بایډن په کې په چین کې د امریکایي زندانیانو، تایوان په مسئلې، په اوکراین باندې د روسیې د یرغل، اقلیم د بدلون، امنیت، صحت او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

د ښاغلي بایډن د حکومت یو لوړ پوړي چارواکي ویلي دي چې ولسمشر د دواړو خواو ترمنځ د خبرو په روان ساتلو ټېنګار وکړ.

خو د چین رسمي اژنس سینهوا وايي چې د چین ولسمشر د تایوان په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ او وویل: «هغوی چې له اور سره لوبېږي، یوه ورځ به سوځي. هیله لرم چې امریکایي لوری دا مسئله کامله درک کړي.»

خو سپینه ماڼۍ وايي دواړو خواو په دې اړه صادقانه بحثونه وکړل او ښاغلي بایډن یو ځل بیا واضحه کړه چې هېواد یې د چین له «واحدې تګلارې» سره موافق دی.

نوموړي خپل چینايي سیال ته ویلي دي چې د امریکا تګلاره بدله شوې نه ده او هېواد یې د تایوان په تنګي کې د وضعیت د تغیر او سولې د کمزورې کولو د یوې اړخیزې هڅې مخالف دی.

امریکايي چارواکي وايي چې ښاغلي بایډن همدغه راز د نسل وژنې، اجباري کار او په اسیا کې د چین پاروونکو تحرکاتو ته اشاره وکړه.

چین تایوان خپل قلمر ګڼي، خو تایوان وايي چې مستقل دی او د خپل استقلال او دموکراسۍ څخه به دفاع وکړي.

د امریکا متحده ایالتونه تایوان د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت نه پېژني خو د دغه هېواد د دفاعي قابلیتونو ملاتړ ته ځان ژمن بولي.‌