طالبان وايي، حرفوي سوالګر بایومیټریک کوي

د افغانستان په لویو ښارونو کې د سوالګرو د شمېر زیاتېدو سره هم مهاله د طالبانو مشر په کابل کې د سوالګرو د تثبيت او را ټولولو امر کړى دی٠

د باختر دولتي خبري آژانس د معلوماتو په اساس، ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو له اقتصادي کمېسيون څخه غوښتي چې حرفوي سوالګر بايوميټريک کړي او له سرپرستانو څخه دې ژمنې واخيستل شي٠

طالب چارواکو ويلي چې د سوالګرو تر تثبيت وروسته به واقعي مسکينانو ته د معاش او ماشومانو ته به يې د تعليم زمينه برابره شي٠

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د کابل په ګډون د افغانستان په لویو ښارونو کې د سوالګرو شمير زيات شوى او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو سوالګرو زیاتېدو د خلکو پام ور اړولی دی.

په افغانستان کې د تيرو لسيزو جګړې، وچکالي، د کار نشتوالى، د کورنيو د سرپرستانو له لاسه ورکول او د مخدره موادو استعمال په دغه هيواد د سوالګرو زياتېدو له اساسي لاملونو څخه بلل کيږي٠

پر همدې مهال یو شمېر کابل ښاریان وایي چې یو شمېر کسان د سوالګرو په نوم د خلکو له کورونو څخه غلاوې کوي او د جنايي پېښو لامل ګرځي.

خراب اقتصادي وضعیت

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) تېره اونۍ وویل چې د تیر کال د اګست میاشتې څخه بیا تر دا مهاله د افغانستان اقتصاد کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی او ۷۰۰زره کاري فرصتونه له منځه تللي او په خبره یې د فقر کچه ۷۰ سلنه زیاته شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته، د بهرنیو مرستو له کمېدو سره، دغه هیواد له اقتصادي کړکېچ سره مخ شوی دی. د طالبانو د پالیسو په اساس اکثریت ښځې بې کاره کړای شوي دي چې په هغوی کې ځنې یې د خپلو کورنیو د ژوند د لومړنیو امکاناتو برابرونکي دي.

د امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۲۱ کال د اګست پنځلسمې راهیسې، پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته، د دغه هیواد شاوخوا ۹ میلیارد ډالر پانګه کنګل کړه، چې له امله یې ویل کیږي ددغه جنګ ځپلي هیواد اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړی دی.

په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وویل چې په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیون خلک غذايي خوندیتوب نلري او څه باندې ۹۰ سلنه افغانان غذايي مرستو ته اړتیا لري.