سلګونه افغانان د پاکستان له لارې اسپانیا ته ولیږدول شول

درې سوه افغانان او د هغوی د کورنۍ غړي د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۰ (زمري ۱۹) له پاکستان څخه اسپانیا ته ولیږدول شول.

دغو افغانانو په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې د اسپانیا د حکومت لپاره کار کاوه.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر هوزي مانویل البارس د مادرید په توریهون دیارودوز اډه کې له دغو افغان کډوالو سره ولیدل.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر په هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل حکومت به له دغو کډوالو سره کار وکړي څو په ټولنه کې مدغم شي ځکه په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته د هغوی ستنیدل ستونزمن دي.

د نورو هیوادونو په شان، اسپانیا هم د تیر کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، د هغو افغانانو په تخلیه لاس پورې کړ چې له اسپانوي دیپلوماتانو او ځواکونو سره یې کار کړی وو.

دغه هیواد څه باندې ۲۰۰۰ افغانان چې د طالبانو له غچ اخیستونکو اقداماتو سره مخ وو د تخلیې په پروسه کې له افغانستان څخه بهر کړي دي.

د اسپانیا صدراعظم پدرو سانچز وویل هیواد به یې د هغو افغانانو په اړه چې په افغانستان کې پاتې دي او غواړي ووځي خپله علاقه مندي له لاسه ورنکړي.

اسپانیا په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د خپل حضور پرمهال شاوخوا ۲۷ زره پوځيان استولي وو او په دې ترڅ کې د نوموړي هیواد ۱۰۲ پوځيان ووژل شول.