د طالبانو د واکمنۍ يو کال؛ پاکستان کې د افغان کډوالو تریخ ژوند

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نن يو کال په داسې حال کې پوره شو چې د دوي له وېرې یو شمیر افغانان پاکستان ته کډوال شوي. په دغه کډوالو کې محمد قسيم او ګل اغا په څیر ۳۰ کورنې شته چې د تيرو شپږو مياشتو راهيسې د پېښور په تاج اباد سيمه کې په خيمو کې ژوند تېروي او د کور لګښت برابرولو لپاره کباړ ټولوي.