بحوث: افغانستان کې د ښځو حقونو ته د طالبانو بي احترامي په زیاتېدو ده 

سیما بحوث د ملګرو ملتونو دښځو چارو د برخې مشر

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو د برخې مشره سیما بحوث وايي چې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته هم په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو وضعیت خراب دی.

میرمن بحوث نن دوشنبه اګست ۱۵ (زمری ۲۴)، چې د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کېږي، په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې د تعلیم، روغتیايي اسانتیاو ته د لاسرسي، ازاد ژوند او له خشونت څخه د نجات په برخو کې د افغان ښځو او نجونو حقونو ته د طالبانو بي احترامي مخ په زیاتېدو ده.

نوموړې له ښځو سره د طالبانو چال چلند «د جنسیت په اساس خشونت» بللی دی.

هغې ویلي‌ دي: «افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې تر شپږم ټولګي ورپوته له زده کړو څخه منع دي. د طالبانو په کابینه کې یوه ښځه هم نشته، د ښځو د چارو وزارت نور نشته او په سیاسي مشارکت کې د ښځو حق اخیستل شوی.»

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ویلي دي چې په افغانستان کې د ښخو په منزوي کېدو سره دا هېواد خپل نیمايي استعداد او انرژي له لاسه ورکړې ده. میرمن بحوث وویل چې له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره د ښځو سیاسي مشارکت مهم دی.

په همدې حال کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو په تړل کېدو اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي‌ چې له دې کبله افغانستان ۵۰۰ میلیون ډالر زیان کړی دی.

سیما بحوث له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او «د ښځو په کار او سیاسي مشارکت باندې لګول شوي‌ محدودیتونه لېرې کړي، ټولې هغه پرېکړې او پالیسۍ لغوه کړي چې ښځې له خپلو بشري‌ حقونو څخه محروموي... او له ښځو سره هر ډول زور زیاتی» باید ختم شي.

نوموړې همدغه راز ویلي دي چې د طالبانو حکومت باید ښځینه خبریالانو، بشري حقونو مدافعانو او مدني ټولنې ته د بیان ازادۍ حق ورکړي‌ او اطلاعاتو ته یې لاسرسی اسان کړي. سیما بحوث همدغه راز ویلي د‌ي چې افغان مېرمنې تر بل هر وخت اوس د نړیوالې ټولنې ډېرو مرستو ته اړتیا لري.