پاکستان کې یوې محکمې عمران خان احضار کړی

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان

د پاکستان یوې محکمې د سه شنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږې لومړی نیټه) د هغه هیواد پخوانی صدراعظم د اګست په ۳۱ احضار کړی څو په خپله وروستۍ غونډه کې د یو قاضي په وړاندې د خپلو لفظي ګواښونو د تورونو په اړه ځواب ووایي.

په عین وخت کې د پاکستان پولیسو د عمران خان په وړاندې یوه بله قضیه هم ثبت کړې چې ګواکې نوموړي په اسلام آباد کې د غونډو د جوړیدو ممنوعیت ته پاملرنه نده کړې.

وروستي بدلونونه ښکاره کوي چې د پاکستان حکومت د هغه هیواد پر پخواني صدراعظم عمران خان فشارونه زیاته کړي دي، هغه کس چې هڅه کوي د غونډو په جوړیدو سره ځل بیا واک ته ورسیږي.

که عمران خان د اګست په ۳۱ نیټه په محاکمه کې مجرم وګڼل شي، د تل لپاره به په ټاکنیزو ډګرونو کې له ګډون‌ څخه بې برخې شي، ځکه د پاکستان د قانون له مخې، یو محکوم کس نشي کولی په ټاکنو کې ګډون وکړي.

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د هغه هیواد پولیسو د عمران خان پر ضد د تروریزم سره مرتبط تورونه درج کړي دي، هغه اقدام چې د عمران خان د پلویانو ترمنځ د پراخو غبرګونونو او صدرات ته د هغه د ستنیدو لپاره د لویو لاریونونو لامل شو.

د عمران خان په وړاندې دا تورونه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې هغه په خپله یو وینا کې پولیس افسران او یوه ښځینه قاضي یاده کړل او خلکو ته یې ډاد ورکړ چې د هغوی په اړه به شکایت کوي.

نوموړي ادعا وکړه چې د هغه یوه نږدې همکاره شهباز ګل د پولیسو له خوا تر نیول کیدو وروسته سخته شکنجه شوې ده. خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د میرمن ګل شکنجه رد کړېده.

د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې د قانون له مخې د پولیس افسرانو او قاضیانو ګواښل جرم ګڼ کیږي او د اثبات په صورت کې،ښایي ښاغلی خان په څو کاله بند محکوم شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د سیاسي مخالفو ګوندونو مشرانو د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ که د پاکستان حکومت عمران خان د قضایه قوې په اړه د هغه د څرګندونو په اړه د ترهګرۍ سره د مبارزې د قانون له مخې ونیسي، دا به ددې په معني ‌وي چې حکومت له "سرې کرښې" تیر شوی دی.

وروسته له هغه چې د پاکستان پارلمان په اپریل میاشت کې عمران خان له واک څخه ګوښه کړ، نوموړي په هغه هیواد کې پراخ لاریونونه جوړ کړی دي.

شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان حکومت پر ښاغلي خان د فشارونو په راوړلو سره هڅه کوي چې د هغه سیاسي تصویر کمرنګه کړي.

په واشنګټن ډي سي کې د وډرو ولسن په څیړنیز مرکز کې امریکایي شنونکي مایکل کوګلمن پر یو ټویټ لیکلي، هره هڅه چې د پاکستان حکومت د عمران خان د کمزوري کیدو لپاره وکړي، د هغه د قوي کیدو لامل به شي.

هغه همدارنګه زیاته کړېده چې د پاکستان د حکومت ناکاراه او ځپونکي سیاستونه د عمران خان په پیاوړي کیدو کې ونډه لري او هغه ته دا چانس ورکوي چې د خلکو له قهر څخه د ځان په ګټه کار واخلي.