خپل ماما په نشه يي موادو اخته کړم- یو معتاد 

Your browser doesn’t support HTML5

په مخدره موادو یو روږدی رشید چې اصلا د ننګرهار اوسیدونکی دی او اوس په کابل ښار کې بې سرپناه معتاد دی وايي، چې خپل ماما یې په نشه يي موادو اخته کړی او لامل یې دا و چې په کورنۍ کې یې لانجې ډیرې وې او تاوتریخوالی وو.

په مخدره موادو یو روږدی رشید چې اصلا د ننګرهار اوسیدونکی دی او اوس په کابل ښار کې بې سرپناه معتاد دی وايي، چې خپل ماما یې په نشه يي موادو اخته کړی او لامل یې دا و چې په کورنۍ کې یې لانجې ډیرې وې او تاوتریخوالی وو.

رشید وایې، ماما یې ورته وویل چې د کورنۍ د غمونو د غلطولو لپاره نشه وکاروي ترڅو یې خوښ کړي خو په وينا یې دا خوښي د اعتیاد لامل شوه او اوس ده ته ډيره سخته ده چې له نشه يي موادو ځان خلاص کړي.

دغه معتاد اوس د کابل ښار په کوڅو کې کباړ ټولوي ترڅو له دې لارې خپلې نشې ته لګښت پیدا کړي. هغه وویل: "د ورځې درې ځله نشه کوم. که یې ونکړم د بدن د سخت درد څخه کړیږم او په ځان نه پوهیږم. پخوا مې چرس څښل خو اوس شیشه او پوډر کاروم."

د رشید په وینا، مخکې له نشې څخه یې په کلیو کې به یې بنجارې سامان خرڅاوه او ډیره ښه ګټه یې وه، د خپلې کورنۍ مصارف یې په اسانۍ سره ګټل. هغه دوه ودونه کړي او د دواړو ښځو څخه یې نهه اولادونه دي.

د رشید په وینا په کلي او کور کې خلک ورپسې ملنډې وهې او د پوډري نارې ورته وهي. نوموړی د نویو ځوانانو څخه غواړي چې د هر راز نشې څخه ځان وژغوري، نشه بې له بدبختی بل څه انسان ته نه ورکوي.

اوس رشید هیله لري چې ورسره مرسته وشي چې د نشې څخه ځان وژغوري او په کابل ښار کې د درملنې مرکز کې یې تداوي وشي تر څو له خپلې کورنۍ سره د سالم انسان په توګه یو ځای شي