د خوشحال خټک لمسی څنګه د نڅا او هنر له لارې سولې ته وده ورکوي؟

Your browser doesn’t support HTML5

خانزاده اسفنديار خټک پښتون ځوان دی چې هندي کتهک او خټک نڅا يي سره يو کړې، د پښتو په ساز يي د نڅا يو نوی ډول جوړ کړی او د مورنۍ ژبې موسيقي ته یي نوی انداز ورکړی. هغه د پښتو ژبې ستر شاعر، خوشحال خان خټک د شجرې دولسم اولاد دی او د خپل هنر د لارې خلکو ته د سولې پيغام ورکوي. شاهین آفریدي پرې راپور لري.