قرغیزستان وايي له تاجیکستان سره په جګړې کې ۳۶ قرغیزیان وژل شوي 

د تاجیکستان او قزاقستان ترمنځ جګړه کې تېر ځل ۵۰ تنه وژل شوي وو

د قرغیزستان د روغتیا وزارت نن یکشنه سپتمبر ۱۸ (وږې۲۷) اعلان وکړ چې له تاجیکستان سره یې په سرحد کې په تازه نښتو کې ۳۶ تنه وژل شوي‌ دي.

دغه وزارت وایي چې لږ تر لږه ۱۳۶ تنه نور په دغو جګړو کې ژوبل شوي‌ دي. تر دې مخکې ویل شوي‌ وو چې ۲۴ تنه وژل شوي دي.

د تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دغو جګړو کې غیر تاجیک وګړي وژل شوي، خو د وژل شویو شمېره یې اعلان کړې نه ده.

د قرغیزستان چارواکو ویلي دي چې تېره شپه جګړه نه وه او ارامي وه.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له دواړو هېوادونو څخه غوښتي دي‌ چې په غیر پوځي لارو چارو خپلې ستونزې حل کړي.

کرملین نن یکشنبه په یو خپور شوي بیان کې ویلي دي: «ولسمشر پوتین له دواړو خواو څخه غواړي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او د اختلافاتو د حل کولو لپاره دې ژر تر ژره د سوله ایزو، سیاسي او دپلوماتیکو لارو په لوري ګامونه واخلي.»

د قرغیزستان چارواکو ویلي دي چې د تاوتریخوالي ‌د مخنیوي، وضعیت د ښه والي او ثبات لپاره یې سوله ایز تدابیر په پام کې نیولي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انتوني ګوتېرش هم تېره ورځ له دواړو هېوادونو څخه وغوښتل چې د «دوامدره اوربند لپاره دې مفاهمې ته مخه کړي».

د قرغیزستان او تاجیکستان ترمنځ مخکې هم سرحدي شخړې شوي‌ دي. دا دواړه هېوادونو د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه وو او په خپلو کې ۹۷۰ کیلو میتر سرحد لري چې اکثریت برخه یې لا مشخصه او ټاکل شوې نه ده.

تېرکال هم د دوی ترمنځ په سرحدي جګړ کې ۵۰ تنه وژل شوي وو.