روسیه وایي د اوکراین د نیول شویو سیمو بېلولو ته نوره هم نژدې شوې، کیف یې مسخره بولي

د ریفرینډم یوه برخه

اوکراین په څلورو نیول شویو سیمو کې د روسي پلوه مقاماتو له لوري د ریفرنډم (ټولپوښتنې) ابتدايي پایلې ښکاره کوي چې دا «سیمې غواړي له روسیې سره یو ځای» شي.

لویدیځ دا ریفرنډم غندلی، شرم او «نا مشروع او غیرقانوني» یې بللی دی. په لوهانسک او خرسون کې د روسي له لوري ګمارل شویو مقاماتو په رسمي ډول له ولسمشر ولادمیرپوتین څخه غوښتي دي چې دا سیمې له روسیې سره یو ځای کړي.

ټاکل شوې چې ښاغلی پوتین به د جمعې په ورځ په دې اړه اعلان وکړي. د روسیې د امنیت د شورا مرستیال او پخواني ولسمشر دمتري میدویدوف ویلي دي: «نتایج څرګند دي. کور ته ښه راغلاست، روسیې!»

د اوکراین په څلورو نیول شویو سیمو دونیتڅک، زاپوریژیا، خرسون او لوهانسک کې روسي پلوه مقامات وايي چې ټولپوښتنه یې کړې ده. هغه خلک چې له دغو سیمو څخه د اوکراین تر کنترول لاندې سیمو ته تښتېدلي وايي خلک اړ وېستل کېدل چې رایه ورکړي. د دغه بهیر اخیستل شویو فلمونو کې ښودل کېږي روسي پلوه مقامات، چې وسله وال کسان هم ورسره دي، د رایو صندوقونه کور په کور ګرځوي.

د زاپوریژیا له سیمې څخه تښتېدلیو خلکو دا ریفرنډم ټوکه بللې. د لیامبومیر بویوکو په نامه یو کس رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي «رېشخند دی. هېچا رایه نه ده ورکړې مګر نتیجه یې راوتلې ده.»

روسیه وايي چې رایه اچوونه په رضا وه او د خلکو ګډون ډېر و. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په یو ویدويي پیغام کې ویلي دي: «په اشغال شویو سیمو کې دغې مسخرې ته ان د ریفرنډم تقلید هم نشي ویل کېدای.»

د ښاغلي زیلینسکي مشاور میخایلو پودولیاک د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي هغوی چې دا ټولپوښتنه یې ترسره کړه، د خیانت له تورونو او تر پنځو کالونو پورې بند له سزا سره مخامخ کېدای شي. هغه وویل هغو اوکراینیانو ته به سزا نه ورکول کېږي چې رایه اچوونې ته مجبور کړل شوي دي.

د روسیې مشرانو جرګې ویلي دي چې دوی د اکتوبر تر څلورمې نېټې پورې د دغو سیمو یو ځای کېدل «له روسې سره» تصویبولای شي.

له روسیې سره د دغو سیمو یو ځای کول، د هغې شخړې د تګلارې برخه ده چې تېره اوونۍ د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین اعلان کړه، ښاغلي پوتین د اوکراین جګړې لپاره د احتیاط ځواکونو د متحرک کولو لارښوونه وکړه او همدغه راز یې د اتومي وسلو د کارولو ګواښ وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په ځینو سیمو کې اوکرایني ځواکونو د روسې ځواکونه په شا کړي او سیمې یې بېرته نیولې دي.

په همدې حال کې اروپايي ټولنه وايي د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د «ناقانونه» ټولپوښتنې تنظیموونکو باندې به بندیزونه ولګوي. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشر جوزیپ بوریل ویاند پېتر ستانو تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې دا به د ټولو «هغو خلکو لپاره به بد عواقب ولري چې په دغو ناقانونه او نا مشروع ریفرنډمومنو کې یې» برخه اخیستې.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس لویدیځ دا ټولپوښتنه «شرم» ګڼلې او د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه په روسیې باندې په دې اړه د نویو بندیزونو په لګولو غور کوي. په همدې حال کې امریکا هم په روسیې باندې د نویو بندیزونو لګولو ته چمتوالی نیسي.