د روسیې له ګواښونو سره سره، ناټو راتلونکې اوونۍ خپل اټومي تمرینونه پیلوي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سه شنبې په ورځ اکتوبر۱۱ (تلې ۱۹) وویل په اوکراین کې د روانې جګړې سره سره، د شمالي اتلانتیک تړون له وړاندې د ټاکل شوي‌ پروګرام له مخې، راتلونکې اوونۍ خپل اټومي تمرینونه پیلوي.

د ښاغلي سټولټنبرګ دا څرګندونې وروسته له هغه بیان شوې چې د روسیې ولسمشر ولاد میر پوتین ټینګار وکړ چې د خپل هیواد او خاورې د دفاع لپاره به له ټولو وسایلو او امکاناتو کار واخلي او هغه څه چې په دې اړه وایي، جدي دی.

د ناټو دغه نظامي تمرینونه چې "Steadfast Noon" نومیږي، هر کال د یوې اوونۍ لپاره ترسره کیږي. په دې تمرینونو کې هغه جنګي جت الوتکې هم برخه اخلي چې د اټومي ټوپیو د لیږد وړتیا لري. په دې تمرینونو کې بیلابیلې نظامي الوتکې ګډون کوي.

د ناټو د ۳۰ غړو هیوادونو څخه به د یاد سازمان ۱۴ غړي په دې تمرینونو کې ګډون وکړي، هغه تمرینونه چې پر اوکراین د روسیې له یرغل مخکې پلان شوي وو.

د ناټو یو چارواکي ویلي دي چې ددغه مانور عمده برخه ، د روسیې له خاورې څخه ۱۰۰۰ کیلومتره لرې ترسره کیږي.

د ناټو سرمنشي د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په ماښام خبریالانو ته وویل:" که موږ دا معمولي تمرینونه چې له ډیر وخت راهیسې پلان شوي دفعتا د اوکراین د جګړې لپاره لغوه کړو، دا یو ډیر ناسم سیګنال رسوي."

ښاغلي سټولټنبرګ همدارنګه وویل:" پریکنده او د وړاندوینې وړ چلند او زموږ نظامي قوت، د لانجې د زیاتیدو د مخنیوي غوره لار ده. که موږ اوس د ناوړه پوهاوي شرایط رامنځ ته کړو، زموږ د ټولو متحدینو د محافظت په اړه به زموږ د نیت په اړه د مسکو د ناوړه محاسبې لامل شي او په دې کار سره به، ممکن د لانجې د زیاتیدو خطر زیات شي."

د اوکرایني پوځیانو له سختو بریدونو او له یو شمیر برخو څخه د روسي ځواکونو له شاتګ وروسته، پوتین د اوکراین څلور سیمې د خپلې خاورې برخه وګرځولې او ۳۰۰ زره احتیاط ځواکونو ته یې د تیارسي امر وکړ څو په اوکراین کې په "ځانګړو عملیاتو" کې برخه واخلي.

په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسیې د جمهور رئیس جنګي پروګرام له جدي مشکلاتو سره مخ دی، پوتین څو څو ځله اشاره کړې چې د خپل هیواد د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره به اټومي وسلو ته مخه وکړي. یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې ددغه ډول ګواښونو یو دلیل، اوکراین ته د ناټو د غړو هیوادونو د وسلو د لیږد مخنیوی دی.

ناټو د یو نظامي سازمان په توګه هیڅ اټومي وسلې نلري. خو د یاد سازمان درې غړي متحده ایالات، بریټانیا او فرانسه اټومي وسلې لري. د ناټو د اټومي پلان جوړولو مخفي ډله (Nuclear Planning Group ) د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د یاد سازمان له دفاع وزیرانو سره ګوري.

سټولټنبرګ د اټومي وسلو د کارولو په اړه د پوتین ګواښ" خطرناک او بې پروا" ګڼلی دی او زیاته کړې یې ده چې د ناټو متحدینو روسیې ته روښانه پیغام ورکړي چې د اټومي وسلو هر ډول استعمال به" شدیدې پایلې ولري."

نوموړي وویل، د روسیې پر اټومي قواوو له نږدې څار لري او تر اوسه یې د روسیې په وضعیت کې هیڅ تغیر لیدلی ندی خو هغه زیاته کړه ناټو به متوجه وي.