د مور له رحم څخه د ماشوم غلا، څارنوالانو قاتلې میرمنې ته د مرګ سزا غوښتې

څارنوالانو د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰) د متحدو ایالتونو د ټکساز په ایالت کې له منصفه پلاوي څخه وغوښتل هغه میرمن په مرګ محکومه کړي چې یوه امیندواره میرمن یې وژلې او بیا یې د هغې له رحم څخه زوی ورغلا کړی دی.

د بووي حوزې منصفه پلاوي له دې مخکې میرمن ټیلر پارکر د سیمونز هانکوک په عمدي قتل ګنهکاره ګڼلې وه.

ددې قضیې څارنوال کیلي کرسپ منصفه پلاوي ته وویل شواهد به ښکاره کړي چې ۲۹ کلنې پارکر په جعلي ډول ښکاره کړې وه چې امیندواره ده او په کراتو یې په دې اړه ۲۱ کلنې هانکوک ته درواغ ویلي وو. هغې وروسته د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر میاشتې په دریمه نیټه هانکوک ووژله او بیا یې د هغې له رحم څخه ماشومه غلا او ادعا یې وکړه چې دا ماشومه د هغې ده.

کیلي کرسپ وویل، منصفه پلاوی باید د احساساتو پر اساس نه بلکې د شواهدو او مدارکو پر اساس پریکړه وکړه.

دا ماشومه یوه نجلۍ وه چې وروسته یې بیا د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر په نهمه د اوکلاهوما ایالت په یو روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ.

د پارکر مدافع وکیلان هیله من دي چې منصفه پلاوي ته قناعت ورکړي ‌څو د هغې ژوند ور وبښي او نوموړې په ابدي حبس محکومه کړي، په داسې شکل چې د هغې د مشروطې آزادۍ احتمال هم نه وي.

د یادې میرمنې مدافع وکیل جف هارلسن ویلي دا به ثابته کړي چې میرمن پارکر رواني‌ ناروغي لري.

اوس ددې میرمنې برخلیک له دوو حالتونو سره مخ دی، ابدي حبس یا د زهري موادو د پیچکارۍ په مرسته مرګ.

د وسله والو تاوتریخوالو د ارشیف د شمیرو له مخې، د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې په وسله د ځان وژنې په ګدون په متحدو ایالتونو کې په بیلابیلو وسله والو پيښو کې ۳۴ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۳۱ زره نور ټپیان شوي‌ دي.