په کندهار کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر چې د طالبانو له لوري په مخدره موادو له بندیز وروسته یې د پنبې کرلو ته مخه کړې ده وايي، چې د ګټې له اړخه پنبه د تاریاکو بدیل نشي کیدای او دوی له مجبورۍ پنبه کرلې ده.
اوس مهال په کندهار کې د پنبې د سږني کال کښت تازه حاصل ته رسیدلی دی. دغه کروندګر چې د کوکنارو په کرلو له بندیز وروسته یې په لومړي ځل د پنبې کښت کړی دی اوس خپل حاصلات راټولوي.
له دغو کروندګرو یو هم خیرالله دی. خیرالله وايي چې پخوا یې تاریاک کرل خو اوس پرې بند شوي دي.
هغه وویل:”موږ په لومړي ځل د پنبې کښت کړی دی. دا د تریاکو بدیل موږ ته نشي کیدای خو د خپلې اړتیا له مخې مو دا کښت کړی دی. لګښت مو ډیر پرې کړی دی“.
که څه هم د کوکنارو دغه پخوانی کروندګر د پنبې کرلی کښت د کوکنارو تر ګټې کم بولي خو یو شمیر نور کروندګر بیا وايي، چې د پنبې کښت ښه پایله لري.
په کندهار کې د پنبې کروندګر وايي، چې په ټوله کې پنبه درې ډوله حاصلات ورکوي. خپله پنبه، له پنبه دانې څخه یې بیا وروسته غوړي او د څارویو د خوراک لپاره کنجاړه ترلاسه کیږي.