د بې کارۍ له امله معتاد شوم - پخوانی سرتېری 

Your browser doesn’t support HTML5

د تېر جمهوري نظام د ملي اردو یو تن پخوانی سرتېری وايي چې د دندې له پرېښودو وروسته په نشه یي توکو روږدی شو او په نشه يي توکو د روږدي کیدو عمده لامل یې بې کاري وه. 

د تېر جمهوري نظام د ملي اردو یو تن پخوانی سرتېری وايي چې د دندې له پرېښودو وروسته په نشه یي توکو روږدی شو او په نشه يي توکو د روږدي کیدو عمده لامل یې بې کاري وه.

د کندز اوسېدونکي نصیر د مخکني جمهوري نظام د ملي اردو سرتېری و، هغه وايي چې د کورنۍ له خوا ورته ویل شوي و چې خپله دنده پرېږدي.

د نصیر په وینا چې کورنۍ یې ورته د دندې پرېښودو ځکه ویلي و چې جګړې زور اخیستی وو. د نصیر په خبره د دندې له پرېښودو وروسته یې کوم کار نه کاوه، نو ځکه به د کلي د معتادو ځوانانو سره کېناسته او له هغوی سره به یې نشه کوله.

دغه معتاد وايي چې درې کاله کېږي په نشه یي توکو روږدی شوی دی، او وايي چې شیشه او پوډر به یې څکول.

نصیر داسې وویل: "د دولسم ټولګي له خلاصېدو وروسته دولت ته لاړم وظیفه مې کوله. ډېر زیات وخت دولت کې وم. بیا کورنۍ راباندې فشار راوړو چې د دولت وظیفه پرېږدم. د کورنۍ مې ومنله او د دولت وظیفه مې پرېښوده. په اردو کې مې وظیفه درلوده. راغلم کور کې اوسېدم. ډېر موده بعد فقر او بیچاره ګي شوه. پیسې او خرچ او مصرف مې له لاسه ولاړ. عاید مې نه و. عمده لامل فقر او بیکاري شوه. بس بیکاره و په کور کې کېناسته نه کېده. په کلي کې مو له داسې خلکو سره ناسته پاسته وه چې یو نه یو عمل به یې درلوده".

ددغه معتاد پنځه دېرش ورځې کېږي چې د کندوز ولایت د معتادینو د درملنې په روغتون کې درملنه کوي. هغه وايي ځکه د معتادینو د درملنې روغتون ته راغلی چې په ټولنه کې خپل ورک شوی ارزښت بېرته لاسته راوړي.