نړیوال جام پنځمه ورځ؛ سري لانکا هالنډ ته ماتې ورکړه او افغانستان سره مخامخ شوه

سري لنکا هالنډ ته د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په روانو سیالیو کې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تله ۲۸) سري لانکا هالنډ ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام د ۱۲ غوره لوبډلو مرحلې ته ووتله.

سري لانکا د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې هالنډ ته د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه. د سري لانکا په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې کوسال منډیس وکړې او د خپلې لوبډلې په بري کې یې مهم رول ولوبوه.

هالنډ یې په ځواب کې ۱۴۶ منډې وکړې او د ۱۶ منډو په توپیر یې دا لوبه وبایلله. د لوبې غوره لوبغاړی د سري لانکا منډیس شو.

سري لانکا په دغه بري سره د ۱۲ غوره لوبډلو مرحلې ته لاره وکړه. له سري لانکا سره هالنډ هم د ۱۲ غوره لوبډلو مرحلې ته ووت، له دوی سره په ګروپ کې متحده عرب امارات او نمیبیا وو چې هغوی نور په نړیوال جام کې د پرمختګ چانس نلري.

سري لانکا د ۱۲ غوره لوبډلو په مرحلې کې د افغانستان په ګروپ کې شامل شو. افغانستان په الف ګروپ کې دی چې هلته استرالیا، انګلنډ، نیوزلنډ هم شته.

یوه بله لوبډله هم ور روانه ده چې لا مشخصه شوې نه ده.

سري لانکا به د نومبر په لومړۍ نېټه د استرالیا په بریسبن ښار کې له افغانستان سره لوبه کوي. د افغانستان لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ له انګلنډ سره ده. افغانستان په دوو تمریني لوبو کې له بنګله دېش څخه وګټله او له پاکستان سره یې لوبه د باران له کبله بې نتیجې شوه.