که روغ شوم، له خپلې کورنۍ او ملګرو بخښنه غواړم - یو معتاد  

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل ښار کې د نشه يي توکو یو معتاد وايي، ارمان یې دی چې بیرته پخواني ژوند ته ستون شي او له خپلې کورنۍ، ملګرو او بچیانو نه بخښنه وغواړي.  

په کابل ښار کې د نشه يي توکو یو معتاد وايي، ارمان یې دی چې بیرته پخواني ژوند ته ستون شي او له خپلې کورنۍ، ملګرو او بچیانو نه بخښنه وغواړي.

زمین ګل له پنځه کالو راهیسې چرسو او هیرویینو ته مخه کړې. هغه د پکتیا ولایت د سیدکرم دی او اوس د کابل ښار په احمد شاه بابا سیمه کې اوسي.

زمین ګل وویل: "کاشکې الله پاک دومره وس راکړي چیرته زه مخکیني ژوند ته وګرځم. خپلې کورنۍ نه بخښنه وغواړمه. ملګرو نه بخښنه وغواړمه او ان تر دې چې بچیانو نه بخښنه وغواړمه. ځکه چې نه مو بچیانو ته مینه ورکړې ده. نه مو کورنۍ ته مینه ورکړې ده. هیڅ ټول خفه".

زمین ګل پنځه اولادونه لري او وايي، چې بچیان یې ډیره مینه ور سره لري. دی وايي: "بچیان مې ډيره مینه را سره لري، بس مونږه بدبخته یو".

دی وايي، کله کله کورته ځي خو اکثره د کارتې نو د سر تپې په سیمه کې د معتادینو په خېمو کې شپې او ورځې تیروي.

دی وایې، د روږدي کیدو تر ټولوعمده دلیل یې د معتادو ملګرو سره ناسته او ولاړه وه، چې لږ وخت کې دی هم معتاد شو.

زمین ګل وویل:" دلیل یې له بیکاره او نا اهله ملګرو سره ناسته پاسته وه او ګرځېدا وه. هغوی عملیان وو. ما هم اول چرس او بیا له چرسو نه روسته پوډر او بیا مې شیشه څښول شروع کړل، بلاخره ځای مو د سرک په منځ کې له نورو عملیانو سره یو ځای شو."

دا معتاد وايي، په ټولنه کې یې عام خلک سخت ځوروي او کله چې خلکو ته ورنیږدې شي نو سم د لاسه یې خلک له هغه ځایه شړي، حتی خلک ورته د انسان په سترګه هم نه ګوري.

" د خلکو رویې په اړه که درته ووایم که ماشوم دی که لوی ده په بد نظر راته ګوري بیخي یو سپي ته په ښه سترګه ګوري خو مونږ ته نه، که د چا خوا ته ورنیږدې شې وایي به لرې شه، که د چا رېړۍ ته ور نږدې شې وایي به لرې شه، بس دوی هم نه دي ملامته ځکه غلطۍ مونږ کې هم شته بیخي مو ژوند سخت دی."

دا معتاد نورو ته وايي، چې له معتادینو لرې واوسئ. د زمین ګل په څیر په میلونونو وګړي په افغانستان کې په مخدره توکو روږدي دي او ددې معضلې د دایمي حل غوښتنه کوي.