مقامات: پاکستان د غیر راجسټر شویو افغانانو نوملیکنه پیلوي 

افغان کډوال

په پاکستان کې چارواکي‌ وايي د هغو افغان کډوالو نوملیکنه پيلوي چې په پاکستان کې اوسي خو له حکومت سره ثبت او رجستر نه دي.

د پاکستان د سرحدي چارو مرکزي وزیر طلحه محمود ویلي دي چې دوی به په پاکستان کې د مېشتو راجستر شویو افغان کورنیو د غیر راجستر شویو غړو د نومونو ثبت کول پیل کړي.

تېره ورځ نومبر ۲۱ (لړم۳۰) د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې هم په همدې مسئلې باندې بحث شوی دی. د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې وزیر محمود طلحه د اسمبلۍ غړو ته وویل چې دا مهال په پاکستان کې څه باندې ۱.۲ میلیون (۱۲۸۲۹۶۳) افغان کډوال اوسېږي چې ثبت او راجستر دي.

هغه زیاته کړه چې د نوم لیکنې په نوي کمپاین کې به د ۵۶۹۰۹ راجستر شویو افغان کورنیو د غیر راجستر شویو غړیو نومونه لیکل کېږي.

ښاغلي محمود ونه ویل چې په پاکستان کې څومره غیر راجستر افغان کډوال اوسېږي، خو دا خبره یې وکړه چې پلان لري معلومات ترلاسه کړي چې په پاکستان کې څومره افغانان ژوند کوي او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته یې څومره بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د کډوالو وزارت وايي‌ چې په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغانان له پاکستان څخه خپله هېواد ته ستانه شوي، خو دقیق ارقام یې نشته. مګر، د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته لسګونه زره افغانان له هېواد څخه ووتل چې یو شمېر یې په پاکستان کې کډوال شول.

په دوی کې یې اکثریت هغه افغانان دي چې وايي د طالبانو په حکومت کې یې ژوند په خطر کې دی او یو شمېر نور بیا د کار، تعلیم او ژوند د نور اسانتیاو لپاره له هېواد څخه وتلي دي.

د پاکستان حکومت داسې مهال د غیر راجستر شویو افغانانو د نوملیکنې د پیل کېدو خبره کوي چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستاني پولیسو له لوري له افغان کډوالو سره د بد چلند راپورونه خپاره شوي دي.

په یوې تازه پېښې کې یو وسله وال د چمن-بولدګ په دروازه کې د پاکستان یو سرحدي سرتېری په ډزو وواژه او یو بل یې ژوبل کړ، راپورونه وایي چې دغه کس له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو د بد چلند له کبله دا برید کړی دی. پاکستان د څو ورځو لپاره دا دروازه وتړله خو بیا یې له طالبانو سره تر خبرو او غونډو وروسته بېرته خلاصه کړه.