افغانستان د دریو لوبو لړۍ لومړنۍ لوبه د سریلانکا څخه وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په سريلانکا کې د دریو لوبو لړۍ په لومړنۍ لوبې کې کوربه هیواد ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړله.

افغانستان د پچې ګټلو وروسته لومړی د بیټنګ کولو پریکړه وکړه او په پنځوسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۲۹۴ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان لپاره د لوبې پیل رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ وکړ او دواړو لوبغاړو د ۸۴ منډو ملګرتیا وکړه. رحمان الله ګربز لومړی لوبغاړی وو چې د ۵۳ منډو وروسته وسوځید.

له ګربز وروسته رحمت شاه میدان ته راغی او دویمې ویکټې لپاره یې له ابراهیم ځدران سره د ۱۱۶ منډو ملګرتیا وکړه او ۵۲ منډو جوړېدو وروسته وسوځید.

افغانستان لپاره تر ټولو ډیرې منډې ابراهیم ځدران وکړلې. هغه په ۱۲۰ توپونو د ۱۱ ۱۰۶ منډې وکړلې او لوبې غوره لوبغاړی شو.

نجیب ځدراڼ په ۲۵ توپونو ۴۲ او ګلبدین نایب په ۲۴ توپونو ۲۲ منډې وکړې.

د سریلانکا لخوا هسرنګا په لسو اوورونو کې د ۴۲ منډو په ورکولو سره د افغانستان دوه لوبغاړي وسوځول.

د سري لانکا لوبډلې ونشو کړی د افغانستان هدف ورپوره کړي او تر ۳۸ اورونو وروسته یې ټول لوبغاړي وسوځیدل او یوازې ۲۳۴ منډې یې وکړلې.

فضل فاروقي څلور . ګلبدین نایب ۳، یامین احمدزي ۲ او راشد خان یو لوبغاړی وسوځاوه. د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدران وټاکل شو چې دا یې شپږمه یو ورځنۍ لوبه وه.

دا درې لوبې د ۲۰۲۳ د یوې ورځنیو لوبو د نړیوال جام د غوراوي پړاو دی چې «سوپر لیګ» بلل کېږي او له څه باندې یوه کال راپدیخوا د هالنډ او د کرکټ‌ د نړیوالې شورا د ۱۲ بشپړو غړو هېوادونو ترمنځ پيل شوي دي.

افغانستان تر دا مهاله د سوپر لیګ ۱۲ لوبې کړې چې لس یې ګټلې دي او دوې یې بایللې دي او یو شمېر نورې دا ډول لوبې یې پاتې دي.