په شنو خونو کې د لیمو د کرکیلې ګټه له کوکنارو ډېره ده –  د بلخ کروندګر  

Your browser doesn’t support HTML5

په بلخ کې یو شمیر کروندګر وايي چې په شنو خونو کې د لیمو انو کرل د کوکنارو، زعفرانو او نور کښتونو څخه څو برابره دېره ګټه کوي او د شنو خونو جوړولو له لارې له لږې ځمکې کولای شي چې ډېر حاصل ترلاسه کړل شي.  

په بلخ کې یو شمیر کروندګر وايي چې په شنو خونو کې د لیمو انو کرل د کوکنارو، زعفرانو او نور کښتونو څخه څو برابره دېره ګټه کوي او د شنو خونو جوړولو له لارې له لږې ځمکې کولای شي چې ډېر حاصل ترلاسه کړل شي.

دغه کروندګر وايي، چې په یوه شنه خونه کې له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ پورې لیموانو بوټي کري او یو کال وروسته یو بوټی په ۳۵۰ تر ۴۵۰ افغانیو پلوري.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ د چترالیانو د کلي یو تن کروندګر ګل عزیز وايي چې درې کاله مخکې یې په خپله ځمکه کې د لیموانو شنه خونه جوړه کړې ده او پکې یې د لیمو ۳۰۰۰ بوټي کښېنولي دي.

ګل عزیز وویل: "دا شنه خونه ما درې کاله مخکې جوړه کړې ده. او ما په دې کې ۳۰۰۰ د لیمو قلمچې نهالونه کړي دي. زر نهاله مې ترې خرڅ کړي دي. هر نهال مې په ۳۵۰ تر ۴۵۰ خرڅ کړی دی".

د هغه په خبره، د بوټو له پلورلو څخه یې ۴۰۰ زره عاید تر لاسه کړی. هغه زیاتوي چې سږ کال به هم د څلور نیم لکو افغانیو په ارزښت حاصل ترې لاسته راوړي .

د ګل عزیز په وینا چې د دوی په کلي کې تقریباً ۹۰ سلنه کروندګرو به په خپلو ځمکو کې کوکنار کرل خو هغه د کوکنارو پر ځای په خپله ځمکه کې د لیموانو شنه خونه جوړې کړې ده.

ددغه کروندګر په وینا که څوک په مسلکي توګه د لیمو شنې خونې جوړې کړي او ښه پاملرنه ورته وکړي، د کوکنارو، زعفرانو او نور کښتونو څخه ښه حاصل ورکوي.

هغه وايي: "څوک چې مسلکي نفر وي او دې ته سم خدمت وکړي. له دې نه بل هیڅ فایده من شی به نه وي. د کوکنارو د زعفرانو او هر شي نه دا ښه نتیجه ورکوي. دا اوس ما ۱۰۰۰ نهاله خرڅ کړل نهال په څلور نیم سوه، تقریباً دا څلور نیمه لکه روپۍ کېږي او سږ کال هم انشاالله د څلور نیم لکه روپو حاصل راته کوي.".

که څه هم په شنو خونو کې د میوو او سبزیجاتو کرلو څخه کروندګر ډېر حاصل اخلي چې د کوکنارو ښه بدیل هم کېدلای شي خو ډېری کروندګر بیا وايي چې هغوی په مسلکي توګه د شنو خونو په جوړولو نه پوهېږي او د شنې خونې د جوړلو وس او تاوان هم نه لري.