پیښور کې یو ځوان ښوونکی ۵۰۰ سپي ژغورلي
Your browser doesn’t support HTML5
د پیښور اوسیدونکی ۳۰ کلن حسيب حسن چې ښوونکی دی په تېرو ۱۲ کلونو کې یې په پېښور کې د څارويو د ساتنې لپاره هم کار کړی دی. هغه تر دې دمه ۵۰۰ سپي ژغورلي دي. د هغه لخوا ژغورل شویو سپیانو کې د “شینو “ په نوم یو سپی هم وو چې اوس له یوې کاناډایي ميرمنې سره ژوند کوي. مسکا ساپۍ د حسن پر فعالیت راپور چمتو کړی.