طالبان: د افغانستان د هغه رسنیو په اړه چې له بهره د 'نظام په ضد تبلیغ' کوي پرېکړه کوو

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو چارواکی وايي، د افغانستان د یو شمېر هغو رسنیو په اړه چې له بهر څخه د دوی د «حکومت په ضد تبلیغ» کوي، ژر پرېکړه وشي.

په دغه وزارت کې د رسنیو پر خپرونو د نظارت رئیس عبدالحق حماد له باختر دولتي خبري آژانس سره مرکه کې ویلي چې د نافذه قوانینو په رڼا کې، د افغانستان رسنۍ چې ددغه هیواد لپاره خپرونې کوي، باید مدیر مسؤل او دفتر یې په افغانستان کې وي.

ښاغلي حماد زیاته کړې: "بدبختانه یو شمېر رسنۍ چې مسؤلین یې تښتېدلي دي او له بهر څخه د نظام په وړاندې، د هیواد او افغانستان د خلکو پر ضد تبلیغ کوي، افوهات خپروي، او یو ډول د افغانستان د قومونو ترمنځ، تفرقه رامنځته کوي او نظام تخریب کوي."

دغه طالب چارواکي په دې اړه د هیڅ رسنۍ نوم یاد نکړ، خو زیاته یې کړه، هغه رسنۍ چې د «نظام په ضد تبلیغ» کوي موضوع يې د دوى د حکومت محکمې ته سپارل شوې ده.

هغه زياته کړه: "ددغه رسنيو په اړه چې څو رسنۍ دي، پريکړه شوې ده، موضوع تر محکمې پوري رسېدلې ده تمه ده چې محکمه يې په اړه په څو ورځو کې پريکړه وکړي او فيصله ابلاغ شي."

د طالبانو دغه پريکړه د افغان خبريالانو د ملاتړ ټولنو له غبرګون سره مخامخ شوې ده. د افغانستان د خبريالانو مرکز پر يادې پرېکړي د بيا غور غوښتنه کړې ده او زياته کړې ده چې رسنيزو سرغړونو ته بايد د ټولنيزو رسنيو قانون په اساس رسېدګي وشي٠

دوی د سې شنبې په ورځ جنورۍ درېيمه (مرغومي ١٣) پدې اړه يوې اعلاميې کې له طالبانو څخه غوښتي چې د "منتقدو رسنيو په وړاندي له دوسيې جوړولو" څخه چې د ټولنيزو رسنيو د قانون خلاف کار دى تير شي٠

د افغانستان د خبريالانو مرکز زياته کړې: " د رسنيو قانون په څلورمه ماده کې راغلي چې هيڅ حقيقي او حکمي شخص نشي کولاى چې ازادې خبري او معلوماتي رسنۍ منع، تحريم، سانسور او يا محدودي کړي او يا يو بل ډول د ډله ییزو رسنیو په چارو کاو نشراتو کې مداخله وکړي٠"

د خبريالانو د ملاتړ دغه بنسټ د افغانستان د ټولنيزو رسنيو څلورڅلوېښتمې مادې ته په اشاره هم ويلي چې د هغه پر اساس، د شکايتونو او سرغړونو کمېسيون، د خبريالانو او رسنيو شکايتونو او سرغړونو ته رسيدګي کړې ده٠

دغه قانون تر دې مخکي د طالبانو د حکومت لخوا د تنفيذ وړ اعلان شوى و٠

پر همدې مهال د افغانستان د ژورنالستانو ټولنه وايي چې تر دا مهاله د رسنيو لپاره هيڅ نشراتي طرازالعمل په نظر کې نه دى نيول شوى او په وړاندې هر ډول اقدام د افغانستان خلک معلوماتو ته د لاس رسي برخه کې له ستونزو سره مخ کوي.

د مسرور لطفي په نوم د دغه ټولنې مسول امريکاغږ ته وويل: "موږ اړتيا لرو چې اوسنيو شراطو کې هم ملي ګټي تعريف شي او تر څنګ يې هغه کرښې جې د رسنيو د فعاليت لپاره په نظر کې نيول شوي او يا په پام کې ده چې ونيول شي، دغه رسنيو ته بيان شي او وروسته اقدام وشي، تر څو خلک او خبريالان پوه شي چې د کومو شرايطو مطابق په افغانستان کې د داخلي او بهرنيو رسنيو لپاره محدوديتونه په نظر کې ونيول شي٠"

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو څه وخت مخکي دننه په هیواد کې په اف ایم او منځنیو څپو د افغانستان لپاره د امريکا غږ تلويزيوني او راډيويي نشرات بند کړل، خو د امریکاغږ پرته له ځنډه د سپوږمکۍ شبکې د نویو څوپو له لارې خپلو افغان اوریدونکو او لیدونکو ته د خپرونو خپرولو ته دوام ورکوي.