په بلخ کې د طالبانو د حکومت امنیتي مسؤلین وايي، چې د مزار شریف په ښار کې د ژمي د یخنۍ له پيلیدو مخکې یې د معتادینو د راټولولو کمپاین کړی او ۱۳۷ روږدي یې له دغه ښار راټول کړي چې له امله یې یخنۍ هیڅ معتاد ته زیان ندی رسولی.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي چې د ژمي له پېلېدو مخکې ددغه ولایت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت، د مزار شریف له ښار څخه دا ۱۳۷ معتادین چې ددغه ښار په کوڅو او کنډوالو کې ګرځېدل راټول کړي او صحي کمپونو ته یې لېږدولي دي.
محمد اصف وزیري امریکا غږ ته وویل: " په بلخ ولایت کې معتادین په ښه حالت کې قرار لري. مخکې له دې نه چې د ژمي یخه څپه راشي مزارشریف ښار ته، د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت. د مزارشریف ښار څخه سر شمېرنه کړې وه تقریبا ۱۳۷ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان په ښارونو کې وو. چې الحمدالله مخکې له دې چې یخه څپه راشي. او دوی تلفات ورکړي په دې یخنۍ کې. دوی راټول شول او صحي کمپونو ته ولېږدول شول".
د وزیري په وینا سږ کال د مزارشریف په ښار کې معتادین د سړې هوا څخه په امان کې دي او هیڅ کوم معتاد ته د سړې هوا له امله مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغه وویل: " مونږ په مزارشریف ښار کې داسې معتاد نه لرو چې د یخنۍ له وجهې دې مړی شوی وي ".
په ژمي کې د سړې هوا او خوراکي توکو کموالي له امله ګڼ شمېر معتادین خپل ژوند بایلي خو د بلخ ولایت سیمه ایز چاروکي ادعا کوي چې سږ کال ددغه ولایت له مزارشریف ښار ټول معتادین یې خوندي کړي دي.