په نشو اعتیاد داسې بد مرض دی چې هیڅ خلاصی ترې نشته – معتاد

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې په نشه يي توکو یو روږدی وايي چې شل کاله یې مخدره مواد کارولي دي او اوس داسې مرحلې ته رسېدلی چې د نشو پریښودل ورته خورا سخت شوي دي.

په کابل کې په نشه يي توکو یو روږدی وايي، چې شل کاله یې مخدره مواد کارولي دي او اوس داسې مرحلې ته رسېدلی چې د نشو پریښودل ورته خورا سخت شوي دي.

دغه معتاد چې عبدالمتین نومیږي او د کابل په ښار کې بې سرپناه اوسیږي وايي، اصلا د پنچشیر ولایت اوسیدونکي دی او په دواړو ژبو روانې خبرې کولی شي وایې چې په خپله خوښه یې لومړی د نشه يي توکو استعمال ته مخه کړې ده خو اوس پداسې ناروغۍ اخته دی چې ترې خلاصیدل یې ډیر سخت دي.

هغه وویل: اوس هرڅه کوو. داسې بد مرض ده چې هیڅ خوشې کیدل نه لري. پښیمانه یو. خدای دې هیڅوک پدې عمل نه اخته کوي.

د عبدالمتین په وینا په تیرو شلو کلونو کې به هر چا ورته نصیحت کاوه چې مخدره موادو استعمال پریږده خو ده به بیاهم له ضده استعمالول او د هغوی نصیحت به یې هیڅ کله هم غوږ نه نیوه.

عبدالمتین وايي:" هر چا به راته نصیحت کولو، خو ما به چې په یوه غوږ څه وا ورېدل پر بل غوږ به مې ایستل. ځینو دوستانو به ویل راته مکړه داسې، د هغوی نصیحتونو به زور راکولو او ما به بیا پیل پرې وکړو".

عبدالمتین زیاتوي چې اوس غواړي چې مخدره موادو استعمال خوشې کړي او له نورو ځوانانو څخه هم غواړي چې هیڅکله د مخدره موادو په گرداب کې ځان خطا نکړي.

د طالبانو حکومت پدې وروستیو کې د کابل ښار له مختلفو سیمو معتادینو د درملنې لپاره غونډ کړل او په لومړي ځل یې د پل سوخته سیمه د روږدو له شتون خالي کړه خو لا هم د کابل په نورو سیمو کې معتادین شته چې د عامو خلکو په وړاندې نشه يي توکي کاروي.