د اوکراین جګړه : تیر یو کال کې څه پيښ شول

Your browser doesn’t support HTML5

په داسې حال کې چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي، د جګړې اقتصادي لګښتونه مخ په زیاتېدو دي. په دې جګړې کې تر دې دمه زرګونه پوځي او ملکي کسان وژل شوي، میلیونونه کسان بېځایه شوي او په نړۍ کې یې د انرژۍ او خوراکي موادو په قیمتونو باندې هم اغیز کړی دی.