د کوکنارو په کر له بندیز وروسته، بلخ کې د هېنجې کښت زیات شوی - کروندګر 

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو د حکومت له لورې د کوکنارو په کر له بندیز وروسته په بلخ کې یو زیات شمېر کروندګرو د هېنجې کرلو ته مخه کړې ده او وايي که څه هم هېنجه درې کاله وروسته حاصل ورکوي، خو یوازینی کښت دی چې د کوکنارو په پرتله ډېره ګټه کوي. 

د طالبانو د حکومت له لورې د کوکنارو په کر له بندیز وروسته په بلخ کې یو زیات شمېر کروندګرو د هېنجې کرلو ته مخه کړې ده او وايي که څه هم هېنجه درې کاله وروسته حاصل ورکوي، خو یوازینی کښت دی چې د کوکنارو په پرتله ډېره ګټه کوي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ کروندګر خاورې جمعه وايي، تېرو کلونو کې یې کوکنار کرل او په خبره یې د کوکنارو څخه یې د نورو کښتونو په پرتله ډېره ګټه اخیستله.

دی وايي د طالبانو له خوا د کوکنارو په کر له بندیز وروسته یې په دوه جریبه ځمکه کې هېنجه کرلې ده.

خاورې جمعه امریکا غږ ته وویل: "مخکې مې دلته تاریاک کرل. تاریاکو ګټه ډېره کول. خو اوس چې تاریاک بند شو، اوس نو مې هېنجه وکرله. ځکه ګټه ډېره لري. دوه جریبه ځمکه کې مې هېنجه کرلې ده. خدای مهربان دې چې ګټه به وکړي، اولاد ته مې نفقه پيدا کړم".

کروندګر خاورې جمعه په وینا هېنجه له درې یا هم څلور کالو څخه وروسته حاصل ورکوي، خو بیا یې هم ګټه له کوکنارو څخه ډېره ده.

هغه وویل: "دا هېنجه هر کال حاصل نه ورکوي په درې، څلورو کلونو کې رسېږي خو چې ورسېږي بیا یې ګټه له کوکنارو څخه زیاته ده".

دغه کروندګر وايي چې په چمتال ولسوالۍ کې د کوکنارو له بندېدو وروسته ددغې ولسوالۍ کروندګرو له خوا د کوکنارو په بدل کې هېنجه، پیاز، غنم، او پنبه ډېره کرل شوې ده.

دا کروندګر د طالبانو په حکومت غږ کوي، چې ورسره د کښتونو د مرضونو د دواګانو او تخمونو مرسته وکړي.

هغه وویل: "موږ غواړ چې دې هینجې، غنم، او نور حاصلاتو تخمونو کمک وشي. د دوا ګانو کمک هم وکړي چې مرض یې رانه ونه وهي چې یو څه ګټه وکړي".

د افغانستان په شمال کې څو کالونو راپدېخوا کروندګرو د هېنجې کرلو ته مخه کړې ده، دغه بوټی د کوکنارو تر ټولو ښه بدیل ګڼل کېږي.

د کروندګرو په وینا په بازار کې د هېنجې یو کیلو له ۲۵ زو تر ۳۰ زرو پور خرڅېږي.