افغانه انځورګره چې د هنر له لارې ټولنيزې ستونزې بيانوي

Your browser doesn’t support HTML5

سپوږمۍ د افغانستان د پلازمېنې کابل اصلي اوسیدونکې ده چې اوس په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند کوي. هغه د تېرو اتو کلونو راهیسې نقاشي کوي او کارټونیسټه هم ده. سپوږمۍ وايي، د لومړنۍ انځورګرۍ له زده کړې وروسته، هغې نور هرڅه پخپله زده کړي.

سپوږمۍ د افغانستان د پلازمېنې کابل اصلي اوسیدونکې ده چې اوس په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند کوي. هغه د تېرو اتو کلونو راهیسې نقاشي کوي او کارټونیسټه هم ده. سپوږمۍ وايي، د لومړنۍ انځورګرۍ له زده کړې وروسته، هغې نور هرڅه پخپله زده کړي. هغه د خپلې انځورګرۍ له لارې ټولنیزې ستونزې، فقر، د ماشومانو او ښځو حقونه په ګوته کوي. هغه غواړي د نجونو لپاره د هنر اکاډمۍ جوړه کړي.

شاهين افريدي امريکا غږ