د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ کچه ښايي ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړه شي - طالبان

د ایران رسنۍ وايي د هرات – خواف ترمنځ د ریل پټلۍ پر پروژې باندې، چې په ۱۳۹۹ کې پرانیستل شوې وه، کار روان دی او کیدای شي په څو میاشتو کې بشپړ شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکي وايي چې له ایران سره یې سوداګري اوس د کاله دوو میلیارد ډالرو ته رسېدلې او کیدای شي دا کچه لس میلیاردو ډالرو ته لوړه شي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې ددغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا په اړه د خبرو دپاره ایران ته تللی دی.

ددغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد امریکا غږ ته وویل، چې ښاغلي عزیزي د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۳) له ایراني چارواکو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو چارو کې د تهران له لوري د لا زیاتو سهولتونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي جواد وویل: "د سهولتونو په راوستلو سره کیدای شي ایران سره د سوداګرۍ او راکړې ورکړې کچه لس میلیاردو ډالرو ته لوړه کړو". ایران افغانستان ته تیل، ساختماني او بریښنايي توکي صادروي او په مقابل کې یې له افغانستان څخه وچه او تازه میوه او ځینې نور محصولات واردوي.

خو افغان کارپوهان د افغانستان او ایران تر منځ سوداګري نامتوازنه بولي چې زیاتره برخه یې افغانستان ته ایراني صادرات جوړوي او وايي ډېره ګټه یې تهران ته رسیږي.

'نامتوازنه سوداګري'

د نړیوالو او اقتصادي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو میلیاردو ډالرو د سوداګرۍ زیاته برخه د ایران تیل، ساختماني توکي او داسې نور مالونه دي چې افغانستان ته صادر شوي دي.

ښاغلی فرهادی وايي، له افغانستان څخه ایران ته د صادراتو کلنۍ کچه له ۵۰ میلیونو ډالرو څخه نه زیاتیږي.

هغه وویل: " ایران هم له دې څخه زیات افغانستان ته ددې لپاره څه نشي صادرولی، چې خلک په افغانستان کې د اخیستلو زیات توان نلري او هغه څه له ایران څخه اخلي چې ورته ډیره زیاته اړتیا ده، مثلآ د سون مواد او داسې نور مواد دي".

د نړیوالو اړیکو دغه کارپوه وايي، په افغانستان کې د خلکو اوسني اقتصادي وضعیت ته په کتو، ممکنه نه ښکاري چې د ایران سره دې ددغه هېواد کلنۍ سوداګري لسو میلیاردو ډالرو ته لوړه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، چې له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ د کچې په لوړیدو کې د دغه هیواد له خوا افغان سوداګرو ته د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې د سهولتونو رامنځ ته کول هم رول لري او وايي، په پاکستان کې افغان سوداګرو ته د سوداګریزو او ترانزیتي مالونو د لیږد په برخه کې ستونزو ته په کتو ایران په بندر عباس او چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته ډیر سهلتونه برابر کړي دي.

ښاغلي الکوزي وویل: " زمونږ واردات له پاکستان څخه پخوا ډیر جګ و اوس په کال کې د ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ میلیونو ډالرو پورې رسیږي."

افغانستان په وچه کې ګېر هېواد دی او د کراچۍ بندر یې سمندر ته تر ټولو لنډه لار ده، خو له پاکستان سره په سوداګریزو چارو کې د ستونزو له کبله افغان سوداګرو په تېر حکومت کې هم د ایران د بندرعباس او چابهار د بندرونو له لرې، له نړۍ سره سوداګري کوله.