د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او ایران ترمنځ د ریل ګاډي لومړنۍ لاره پرانیستل شوه


د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ لاره
د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ لاره

د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ لاره د افغانستان او ایران د ولسمشرانو د جلا فرمانونو په صادرولو سره پرانیستل شوه.

د اوسپنې دغه پټلۍ ۲۲۵ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۱۴۰کیلومتره یې د ایران او ۸۵ کلیومتره یې د افغانستان په خاوره کې غځېدلې ده.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني چې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۰ (لیندۍ ۲۰) د هرات – خواف د ریل ګاډي پټلۍ د پرانیستلو په مراسمو کې په انلاین بڼه وینا کې د دغې پروژې پرانیستل د دواړو هېوادونو د اقتصاد د پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله.

د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ څلور برخې ده چې دوه یې په ایران او دوه نورې یې په افغانستان کې موقعیت لري.

د چارواکو په وینا د ایران په خاوره کې د دغې پروژې کار بشپړ شوی خو په افغانستان کې چې ۸۵ کیلومتره دی د تطبیق چارې به یې ژر پیل شي.

افغان سوداګر وايي چې له دغې لارې د سوداګریزو توکو د ترانزیرت په بیو کې به له ۲۵سلنې څخه تر ۳۰سلنه کموالی راشي.

هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ په یو کال کې د شپږ میلیونه سوداګریزو توکو او د یو میلیون مسافرو د انتقالولو ظرفیت لري.

د دغې اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار په ۱۳۸۶ لمریز کال کې پیل شوی و.

XS
SM
MD
LG