پيښور کې د افغاني مربا او اچارو خرڅلاو

Your browser doesn’t support HTML5

دغه ځوان خطاب ګل نومیږي. هغه پيښور کې د افغان کډوالو په حاجيزيو کمپ کې له افغاني مېوو څخه جوړه شوې مربا پلوري چې د سیمې اوسیدونکو ترمنځ خورا مشهوره ده. خطاب ګل وایي د روژې میاشتې لپاره دغه مربا د مڼو، گازرو، کښتيو او انځرو څخه جوړوي او هره ورځ ترینه ترشپږ زره کلدارو پورې مربا او اچار پلوري.