پيښور کې بې وزلو خلکو لپاره وړيا روژه ماتی

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور په خيبر بازار کې د رضاکارانو یوه ډله د روژې په میاشت کې د بې وزلو، او کم معاش لرونکو لپاره وړیا روژه ماتی تنظیموي. دغه ډله کې سيکان، مسیحیان، هندوان او مسلمانان ملګري په ګډه نه يواځې تر ۳۰۰ زياتو اړمنو لپاره د خوراک بندوبست کوي بلکه د مذهبي همغږۍ او زغم زیاتولو لپاره هم ستر پیغام رسوي.