طالبانو نیمروز کې د داعش ډلې د یو پټنځای له منځه وړلو ادعا کړې

طالب چارواکو په نیمروز ولایت کې د داعش ډلې د غړو پر یو پټنځای د عملیات پر مهال د دغه ډلې د یو شمېر غړو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

نیمروز کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت نن یکشنبه اپرېل نهمه (وري ۲۰) امریکا غږ ته وویل چې دغه عملیات نن سهار شاوخوا څلور بجې د نیمروز مرکز زرنج ښار د دریمې ناحیې اړوند په سید اباد سیمه کې تر سره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.

بلخوا یو شمېر عیني شاهدانو هم ویلي چې د دغه عملیاتو پرمهال د طالب سرتیرو او داعش وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوې او یو پر بل یې د سپکو او درندو وسلو ډزې کړي دي.

ویل کیږي چې د دواړو لورو ترمنځ نښتې نیم ساعت دوام لاره.

په نیمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حسیب الله الهام رسنیو ته ویلي چې په دغه نښتې کې طالب سرتېرو اوعامو خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

داعش ډلې تر دا مهاله پدې اړه څه نه دي ویلي.

طالب چارواکو پدې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د داعش ډلې پر مرکزونو د عملیاتو تر سره کېدو راپورونه ورکړي دي.

طالب چارواکو په تېرو شاوخوا دری ورځو کې په بلخ، پروان او هرات ولایتونو کې هم د داعش ډلې پر پټنځایونو عملیاتو کې د دغه ډلې د یو شمېر کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

همداشان طالبانو تېره ورځ د پروان ولايت په مرکز چاريکار کې هم د داعش ډلې د غړو پر پټنځای د عملیاتو خبر ورکړی و.

د پروان لپاره د طالبانو د والي وياند محمد کامران زيد ادعا کړې وه چې په دغه عملياتو کې د داعش ډلې یو غړی وژل شوی او درې ښځې او اووه ماشومان یې هم نيولي دي٠

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د داعش خراسان څانګې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي چې اکثریت دغه بریدونه پر ملکي کسانو، د شیعه اقلیتونو پر عبادت ځایونو، ښوونځیو، سفارتونو او نورو عامه ځایونو شوي دي.

طالبانو تل ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د داعش خراسان څانګه له منځه وړې ده او هغوی په افغانستان کې "فزیکي او علني" حضور نلري، خو دې ډلې په تیر یو نیم کال کې په افغانستان کې یو لړ خونړي بریدونه کړي دي.