د تورخم په پوله مسافرو لپاره وړیا روژه ماتی

Your browser doesn’t support HTML5

د خېبر یوه ډله ځوانان وایي چې له تیرو دوو کالو راهیسې د تورخم پولې ته نږدې د مسافرو، لارۍ چلوونکو، کارګرو او عامو خلکو لپاره د وړيا روژه ماتي انتظام کوي. د تنظیموونکو په وینا دغه دسترخوان ځکه ترتیب شوی دی چې د روژې په میاشت کې پولې ته څیرمه رستورانتونو کې د خوراکي توکو کوم خاص انتظام نه وي.