د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې

Your browser doesn’t support HTML5

د پيښور نه تر تورخم پورې لويه لاره کې د څو ورځو راهیسې د ګمرکي تصفیې په نوم پروسې د بار وړونکو لاریو په تګ راتګ کې ځنډ رامنځته کړی. لارۍ چلوونکي وايي چې د ناسمو پالیسو له امله پر لویه لارو ډېرې ورځې تېروي، چې هلته د اوسېدو ځای او د خوراک اسانتیاوې هم نشته او یا هم خورا کمې دي