دوه افغان ورونه چې پيښور کې د ټينس لوبه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

احسان او صفي الله دواړه وروڼه دي چې اوس په پيښور کې اوسیږي. دوي د ټینس لوبې سره خورا مینه لري او غواړي دغه برخه کې افغانستان لپاره لاسته راوړنې ولري خو دا چې د ټینس لوبې لپاره د بوټونو، جامو او د تمرین ځای برابرول ډیر لګښت ته اړتیا لري، دوي ویره لري چې استعداد به یې لکه د نورو افغان ځوانانو ضایع شي.