کډوالۍ کې د یوې افغانې ميرمنې د کړاو ډک ژوند
Your browser doesn’t support HTML5
شکريه د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته مجبوره شوه پاکستان کډه وکړي او دا مهال په جلاوطنۍ کې د کړاو ډک ژوند تیروي. هغه د پيښور په یوې آرایشګاه کې کار کوي او په ۸۰۰۰ روپیو معاش باندې د ماشومانو او کورنۍ پالنه کوي. شکریه زیاتوي چې د آرایشګاه وروسته د خلکو په کورونو کې هم کار کوي.