د کندز په شنو خونو د زراعتي درملو د نه شتون اغیز 

Your browser doesn’t support HTML5

په کندوز کې کروندګر وايي که څه هم په شنو خونو کې د بادرنګو یا نورو سبزیجاتو کرل، له نورو کښتونو څو برابره ډېره ګټه کوي، خو په دغه ولایت کې د زراعتي درملو نه شتون له کبله زیات وخت د دوی کښتونه خرابېږي او له سختو تاوانونو سره مخ کېږي. 

په کندوز کې کروندګر وايي که څه هم په شنو خونو کې د بادرنګو یا نورو سبزیجاتو کرل، له نورو کښتونو څو برابره ډېره ګټه کوي، خو په دغه ولایت کې د زراعتي درملو نه شتون له کبله زیات وخت د دوی کښتونه خرابېږي او له سختو تاوانونو سره مخ کېږي.

د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ کروندګر ذبیح الله په خپله ځمکه کې د بادرنګو څلور شنې خونې جوړې کړي دي.

دی وايي په شنو خونو کې د بادرنګو کرل هم ډېره ګټه کوي او هم ډېر حاصلات ورکوي خو د هغه په خبره د زراعتي مرضونو په وخت د کیفیت لرونکو درملو نه شتون له امله له تاوان سره مخ شوي دي.

کروندګر ذبیح الله امریکا غږ ته وویل: "دا بادرنګ چې کله مرضونه وکړي. دلته داسې با کیفیته دوا ګانې نشته، مونږ یې له ایران نه راغواړو. ددې هېواد دواګانې بې کفیته دي او نه هم د زراعت ریاست یا موسسو له خوا همکاري شوې ده. نه یې دواګانې راکړي. دوه کاله وړاندې دې شنو خونو مونږ ته په لکونو تاوان راورسوه. مرضونه یې وکړه دوا یې پیدا نه شوې. اوس دا دوه کاله یې له ایران نه راغواړو".

کروندګر ذبیح الله وايي سربېره پر دې چې شنې خونې مرضونه کوي، خو که پر وخت دواپاشي وشي؛ یوه شنه خونه هرې یوې یا دوه ورځې وروسته ۷۰۰ نه تر ۸۰۰ کیلو بادرنګ حاصل ورکوي.

په کندوز کې له څو کالو راهیسې په شنو خونو کې د سبزیجاتو کرل ترویج شوي دي، د کروندګرو په وینا په لومړیو کې په شنو خونو ډېر لګښت کېږي؛ خو حاصل ته له رسېدو وروسته یې ګټه څو چنده زیاته وي.