د پلار د خبرداري سربیره انډیوالانو په نشو روږدی کړم - درملنې لاندې معتاد 

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل د ابن سینا د معتادینو د درملنې په زر بستریز روغتون کې تر تداوۍ لاندې د شمس په نوم یو معتاد وايي، چې د پلار خبره یې نه منله او د خپلو ملګرو له لاسه په مخدره موادو روږدی شوی. د هغه په ویناء همدا خپل پلار یې یوازینی غمخور دی چې دی یې د تداوۍ لپاره دغه روغتون ته بیولی دی. 

د کابل د ابن سینا د معتادینو د درملنې په زر بستریز روغتون کې تر تداوۍ لاندې د شمس په نوم یو معتاد وايي، چې د پلار خبره یې نه منله او د خپلو ملګرو له لاسه په مخدره موادو روږدی شوی. د هغه په ویناء همدا خپل پلار یې یوازینی غمخور دی چې دی یې د تداوۍ لپاره دغه روغتون ته بیولی دی.

هغه وویل:”پلار به ویل مسیر دې غلط شو. ما به ویل نه انډیوالان دي. اخر داسې شو چې بیخي د ډیرانو شولو. پلار مې د ملکۍ په تور کې وو او زه د ډیرانو په تور کې ومه.

شمس وایې د مخدر موادو سره مبارزه او د معتادینو درملنه هغه وخت ښه نتیجه ورکوي چې د مخدره موادو کاروباریان او په ښاري سیمو کې ټول هغه د نشه یې توکو خرڅونکي ونیول شي چې په معتادینو مخدرات پلوري. هغه یې لکه د معتادینو په شان ټولول غواړي.

دغه معتاد زیاتوي د معتادینو وهل ټکول هیڅ ګټه نه کوي، ځکه معتادین مریضان دي او په ځان کنټرول نه لري.

هغه وویل: ” زه غواړم چې دغه خرڅونکي بند کړې په مونږ عملیانو باندې څه نه کېږي. ځکه وهل او ډبول مو ډېر خوړلي دي. غوښته مو ده چې موږ معتادان څه کوي، باید هغه کسان ونیسي چې خرڅوي یې. زمونږ په وهلو او ټکولو او په بدبخته کولو، زمونږ د ملا او د پښوو په ماتولو باندې هیڅ هم نه کېږي. دلته یو ببرک نومیده حتی خلک یې سخت وهل، زمونږ یې پښې ماتې کړې او حتی جو جو یې کړو. ښه دي خدای د هغه ظالم څخه خلاص کړو“.

شمس وایي کورنی ښه ژوند او اقتصاد لري. ښځه او ماشومان هم لري او کله چې د روغتون څخه خلاص شي، خپل عادی ژوند به د خپلې کورنۍ سره پیل کړي.

هغه وویل: ” نور مې دې خدای ترې وساتي. هر سړی د خدای خپلو اولادونو ته وساتي. څلور زامن لرم، شکر ښه ښایسته ښځه لرم، پلار لرم ښه زندګي ده، نه غواړم په دې عمل بیا آموخته شم او نه مې د خدای خپلوان پرې اخته کوي، اوس مې تصمیم دی چې پرې یږدم. “

شمس وایې تر دې پخوا هم پنځه ځله یې خپله درملنه کړې وه، ځکه په چاپریال کې د مخدره توکو زیاتوالی بیرته په نشه یې توکو روږدي کاوه خو دی اوس له ټول ځوانانو څخه غواړي چې د ټولو نشو څخه دې ځان وساتي او پرې نږدې چې د ملګرو د غوړو خبرو ښکار شي.