کډوال: د برېټانیا حکومت له هوټلونو نه مېشت افغان کډوال وباسي

لندن کې مېشت یو کډوال وایي چې د برېټانیا حکومت له هوټلونونو نه افغان کډوال وباسي

په برېټانیا کې سږنی اوړی په زرګونه افغان کډوال د بې کورۍ له ګواښ سره مخامخ دي. د لندن ګارډین ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ [جون ۶مه] په یوه راپور کې لیکلي و چې د برېټانیا د صدراعظم په دفتر کې یوې غونډې ته د کورنیو چارو وزارت چارواکو خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۱ کال د “تود هرکلي عملیاتو” په ترڅ کې په راغلیو کډوالو کې څه نا څه ۸۰۰۰ افغانان د بې کوره کېدو سره مخامخ دي.

دغه افغانان د طالبانو له واکمنېدو وروسته برېټانیا ته انتقال شوي او په هوټلونو کې مېشت شوي دي. ددغو افغان کډوالو برخلیک څرګند ندی او معلومه نده چې دوي له هوټلونو نه له وتلو وروسته چېرې مېشت کېږي.

د لندن په یو هوټل کې میشت یو افغان کډوال له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې دوی ته حکومت امر کړی چې له هوټلونه دې ووځي او پخپله دې د استوګنې بندوبست په خپله وکړي. دغه کډوال زیاتوي چې که په برېټانیا کې که ضامن ونه لرې نو کور په کرایه نشي نیولای.

د حکومت دغه امر په هوټلونو کې میشت په زرګونه افغان کډوال له ذهني فشار سره مخامخ کړي دي.

د صدراعظم رشي سونک حکومت په برېټانیا کې د کډوالۍ له غبرګې ستونزې سره مخامخ دی. لومړی دې هېواد ته له قاچاقي لارو د کډوالو راتګ او بل په کابل کې د جمهوریت له پرځېدو پس د څه نا څه شل زره افغان کډوالو راوړل وو. دې هېواد ته د کډوالو دوامداره راتګ پر حکومتي بودیجې یو دروند بار دی.

د برېټانیا د لومړي وزیر په غونډه کې دا جاج هم اخیستل شوی چې څنګه په لږ لګښت څه نا څه ۵۰۰۰۰ پناه غوښتونکو ته د استوګنې بندوبست وشي.

په هوټلونو کې د کډوالو پر ساتلو د حکومت ورځنی لګښت شپږ میلیون پاونډ ته رسېږي او اوس سمندري بېړۍ هم په کرایه اخېستل شوي چې پکې تر ۱۰۰۰ پورې کډوال وساتل شي. لدې سره سره، په برېټانیا کې پخوانۍ پوځي اډې هم رغول شوي خو لاهم کډوال نه دي وروړل شوي.