د افغان کډوالو لپاره روغتیایي او تعلیمي پروژې

Your browser doesn’t support HTML5

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو په کمپونو کې مېشتو خلکو ته د تعلیم او روغتیا اسانتیاوې برابرولو لپاره یوه نوې پروژه پیل شوې ده. ددغه پروژې د کارکوونکو په وينا، له یادې پروژې څخه به د خېبر پښتونخوا په ۱۳ کمپونو کې نږدې سل زره افغان ماشومان او کډوال ګټه پورته کړي.