د بریتانیا د پارلمان غړو د افغانستان د ښځو د فوټبال ټیم څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي تیم غړې

د بریتانیا د پارلمان څه دپاسه ۱۰۰ غړو د فیفا مشر جیاني انفانتینو ته یو لیک استولی او له هغه یې غوښتي چې په تبعید کې د افغان ښځینه فوټبالرانو د وړتیا لپاره چې وکړای شي په نړیواله کچه سیالۍ وکړي، زیات اقدامات ترسره کړي.

لومړی، د نجونو د زده کړو فعالې او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې بنسټ ایښودونکې خالده پوپل، د بریتانیا د پارلمان د غړې جولي ایلیوټ سره په همغږۍ په هغه لیک کې چې په ګارډین ورځپاڼه کې خپور شو، د افغان ښځینه فوټبالرانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

بیا د بریتانیا د پارلمان ۷۶ نورو غړو او د استرالیا، پرتګال او ایټالیا د پارلمان غړو دغه لیک لاسلیک کړ، چې د فیفا له منصفه پلاوي یې وغوښتل چې په ورزش کې د افغان ښځو پر ګډون د محدودیتونو سره د مقابلې لپاره لا زیات اقدامات وکړي.

میرمن ایلیوټ وویل: "د فوټبال د لوبې کولو حق او د سیالۍ حق باید خوندي شي. فیفا باید د مساوات په برخه کې په خپلو ژمنو ودریږي او زه باور لرم چې فیفا باید د دې میرمنو ملاتړ لپاره ډیر څه وکړي ترڅو په نړۍ کې خپل ځای بیرته ترلاسه کړي."

د بریتانیا د پارلمان دغه غړې زیاته کړه: "هغه ملاتړ چې د بریتانیا په پارلمان کې د همکارانو له خوا او په ټوله نړۍ کې د دې لیک څخه وشو، د افغانستان له ښځو څخه - هغه چې په جلاوطنۍ کې دي یا لاهم په هیواد کې ژوند کوي - پراخ ملاتړ څرګندوي او دا د دوی حق دی هغه ډول چې غواړي ژړند ړکړي هغه لار غوره کړي."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې غړي اسټرالیا ته ولیږدول شول، هغه هیواد چې د نیوزیلنډ سره یوځای د ۲۰۲۳ کال د ښځو د نړیوال جام کوربه توب کوي.

هغوی اوس د "میلبورن ویکتوري" د فوټبال کلب په ملاتړ د یو ټیم په توګه خپلو سپورتي فعالیتونو ته دوام ورکوي او د دې کلب په اوومه کټګورۍ کې سیالي کوي.

د لویانو د ټیم سربیره د ځوانو نجونو د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي پرتګال او ایټالیا ته ټشتیدلي او شاوخوا ۳۰ تنه نجونې چې د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې نوماندې وې او د هرات ولایت د لیګ د اتلې لوبډلې ځینې غړې هم په کې شاملې دي، په بریتانیا کې پناه اخیستې.

فیفا ویلي چې "د یو غړي هیواد څخه د استازیتوب لپاره د لوبغاړو او ټیمونو ټاکنه داخلي مسله ګڼل کیږي" او فیفا په کې دخالت نه کوي.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو پر کار، زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو ډېر محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو نه یوازې دا چې ښځې په دولتي ادارو، غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع کړي، بلکې ښوونځي او پوهنتون ته یې له تګ څخه هم منع کړي دي. دا ډله یوازې نجونو ته اجازه ورکوي چې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي ته ولاړ شي. سربیره پردې، میرمنې د تفریحی پارکونو، عامه حمامونو او سپورت کلبونو ته د تګ څخه منع دي.