د کندز ولسي مشران د پولیو د له منځه وړلو د هڅو ستاینه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

کندز کې یو شمېر ولسي مشران د پولیو په برخه کې د روغتیایي ادارو د هڅو ستاینه کوي او وایي چې د پخوا په پرتله کندز کې د پولیو د پېښو ګراف ټیټ شوی. دغه مشران له هغو کورنیو غواړي چې د خپلو اولادونو د سالمې روغتیا لپاره دې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین وکړي ترڅو د یادې ناروغۍ مخنیوی وشي او پولیو محوه شي