پېښور څخه افغانستان ته د قربانۍ د څارویو په صادرولو بندیز

Your browser doesn’t support HTML5

د پیښور عالي محکمې چارواکو ته لارښوونه کړې چې پېښور او نورو سیمو څخه افغانستان ته د قربانیو د څارويو د وړلو مخه ونیسي. عالي محکمې په داسې حال دا امر کړی چې په افغانستان کې سبا او پاکستان کې د پنجشنبې په ورځ لوی اختر دی. عالي محکمه وايي دا بنديز يي پدې خاطر لګولی چې په پېښورکې د څارویو قیمتونه کم شي.