په بورډ بازار کې د افغان دوديزو جامو پلور

Your browser doesn’t support HTML5

انار ګل په پېښور بورډ بازار کې د افغانستان دوديزې جامې پلوري، خو هغه ددغو جامو لپاره غاړې، مټ ګلي او وټې د افغانستان څخه واردوي. نوموړی وايي په افغانستان کې دغه غاړې زياتره ښځې جوړوي کوم چې د افغان دوديزو جامو ځانګړتيا ده، خو د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته د هغوي روزګار په ټپه دریدلی دی.